د کیفیت ساتنې معیارونو د تشريح ورکشاپ دائر شو
د کابل پوهنتون د کیفیت لوړونې امریت له لوري «د کیفیت تضمین د معیارونو پوهاوی» تر عنوان لاندې دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې په کې د پوهنځیو رئیسانو، امرینو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
یاد ورکشاپ د کیفیت تضمین له معیارونو سره د علمي او اداري برخې د کارمندانو د مزيد بلدتیا په موخه دایر شوی و، څو په لا غوره توګه د یادو معیارونو د پلي کېدو له لارې د علمي او اداري فعالیتونو کیفیت لوړ، موجودې ستونزې تشخيص شي او مؤثرې حللارې وموندل شي.
په ورکشاپ کې د کیفیت د تضمین یوولس معیارونه د پوهنتون د مسلکي ټرینرانو له لوري په تفصیل سره وړاندې شول. د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه.
