د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه
د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق لیسانس برنامو مسوولینو او د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا ریاست د فوق لیسانس امریت اداري کارمندانو ته د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د روښانتیا په موخه یو ورځنۍتشرېحي ناسته دایره شوه.
په یاد شوي پالیسۍ سند کې د اوسني لارښود له مخې؛ د فوق لیسانس برنامې د ایجاد، نصاب، په معتبرو نړیوالو علمي بنسټونو کې يې بېلګې، اړتیاوې يې، امکانات، متخصص او واجد شرایط استادان، د محصلانو د جذب او فراغت څرنګوالی او د برنامې مدیریت او څارنه شامل او ځای پر ځای شوي دي.
د ناستې په وروستۍ برخه کې د موظفو استادانو له لوري د پالیسۍ سند د لارښود او د هغې د تخنیکي موضوعاتو له تشرېح او د هراړخېز سند د ترتیب په موخه د ګډونوالو د نظرونو له اخیستلو وروسته د پوښتنو او ځوابونو لړۍ هم ترسره شوه.
