د مجلې او علمي ژورنالونو آمریت

د کابل پوهنتون د مجلې او علمي ژورنالونو امریت د دې علمي ادارې په اکاډمیک جوړښت کې له مهیمو څانګو څخه ګڼل کېږي، چې په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو د پیاوړتیا او د پوهې په خپرولو کې اساسي او بنسټیز رول لري. دا امریت د علمي څېړنو او نوښت معاونیت له امریتونو څخه دی، چې د کابل پوهنتون د علمي ژورنالونو د خپرولو، تنظیم، همغږۍ او څارنې مسؤلیت لري.

د علمي ژورنالونو او مجلې امریت په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې د علمي څېړنو امریت له ارتقا سره چې د علمي څېړنو معاونیت ته یې وکړه هممهاله د مجلې له عمومي مدیریت څخه د علمي ژورنالونو او مجلې امریت ته لوړ شو. له ۱۴۰۲ لمریز کال څخه مخکې دغه امریت د نشراتو امریت تر چتر لاندې د مجلې د عمومي مدیریت په توګه فعالیت درلود. د دې امریت دندې د څېړنې د دود ملاتړ، د علمي کچې لوړول او په ملي او نړیواله کچه د علمي څېړنو د خپرولو لپاره د زمینې برابرول دي. دا امریت هڅه کوي، چې د څېړونکو لپاره د مناسب پلیټ فارم په چمتو کولو سره په هېواد کې د علم او ​​پوهې په پراختیا کې فعال رول ولوبوي او همدارنګه د ملي او نړیوالو منل شویو معیارونو د پلي کولو له لارې په هېواد کې د ملي او نړیوالو مقالو او ژورنالونو کیفیت ښه کړي.

د کابل پوهنتون ژورنالونه: اوس مهال د مجلې او ژورنالونو د امریت پینځه نړیوال ژورنالونه فعال دي، چې په ربع وار ډول منظم خپریږي.

۱. د اسلامي مطالعاتو ژورنال

د کابل پوهنتون د اسلامي مطالعاتو ژورنال په ۱۴۰۳ هجري کال کې تاسیس شو او د علمي ژورنالونو امریت لخوا د کابل پوهنتون د څېړنې معاونیت تر څارنې لاندې د علمي - تخصصي ژورنال په توګه خپریږي. د دې ژورنال موخه د اسلامي او شرعي علومو په بېلابېلو برخو کې د نویو څېړنیزو موندنو خپرولو لپاره یو معیاري پلیټ فارم چمتو کول، د څېړنې کلتور ته وده ورکول او د داخلي او بهرنیو څېړونکو ترمنځ د علمي تبادلې پیاوړتیا ده. ژورنال په عربي او انګلیسي ژبو مقالې خپروي. د مقالو د دقت، رښتینولي او علمي کیفیت ډاډمنولو لپاره د دوه ګونې بیاکتنې ماډل( double-blind perr review) کاروي. په ژورنال کې د مقالو خپرول د هر ډول لاسرسي وړ دي او د ( Open Access  ) ماډل پر بنسټ دی، چې ټولې مقالې یې په وړیا ډول چمتو کېږي. ژورنال له کراس رف څخه انلاین نړیواله معیاري شمېره (e-3078-6355) او ډیجیټل مقاله پېژندونکی (DOI) ترلاسه کړی دی. د کابل پوهنتون د اسلامي مطالعاتو ژورنال په درې میاشتني ډول خپریږي او په یو شمېر معتبرو علمي ډیټابیسونو کې لکه: ګوګل سکالر، Crossref، Core، Base او نورو معتبرو علمي ادرسونو کې د لاسرسي او لیدو وړ دی.

 د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ژورنال ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: (https://jis.edu.af)

2. د ټولنیزو او بشري علومو ژورنال

د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال په ۱۴۰۳ لمریز کال کې تاسیس شو او د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت تر څارنې لاندې د علمي ژورنالونو امریت لخوا د علمي- تخصصي ژورنال په توګه خپریږي. د ژورنال موخه د ټولنیزو او انساني علومو په مختلفو برخو کې د نویو څېړنیزو موندنو خپرولو لپاره د یو معیاري پلیټ فارم چمتو کول، د څېړنې کلتور ته وده ورکول او د داخلي او بهرنیو څېړونکو ترمنځ د علمي تبادلې پیاوړتیا رامنځته کول دي. ژورنال په انګلیسي ژبه مقالې مني. دا ژورنال د مقالو د دقت، رښتینولي او علمي کیفیت ډاډمنولو لپاره د دوه ګونې بیاکتنې ماډل( double-blind perr review)  کاروي. په ژورنال کې د مقالو خپرول د هر ډول لاسرسي وړ دي او د ( Open Access  ) ماډل پر بنسټ دی، چې ټولې مقالې یې په وړیا ډول چمتو کېږي. ژورنال له کراس رف څخه انلاین نړیواله معیاري شمېره (ISSN: 3078-8404) او ډیجیټل مقاله پیژندونکی (DOI) ترلاسه کړی دی. د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال په درې میاشتني ډول خپریږي او په یو شمیر معتبرو علمي ډیټابیسونو کې لکه: ګوګل سکالر، Crossref، Core، Base او نورو معتبرو علمي ادرسونو کې د لاسرسي او لیدو وړ دی.

د نورو معلوماتو لپاره د ژورنال ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: (https://jssh.edu.af)

 

3. د طبیعي علومو ژورنال

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال په ۱۴۰۲ لمریز کال کې تاسیس شو او د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت تر څارنې لاندې د علمي ژورنالونو امریت لخوا د علمي- تخصصي ژورنال په توګه خپریږي. د ژورنال موخه د طبیعي علومو په مختلفو برخو کې د نویو څېړنیزو موندنو خپرولو لپاره د یو معیاري پلیټ فارم چمتو کول، د څېړنې کلتور ته وده ورکول او د داخلي او بهرنیو څېړونکو ترمنځ د علمي تبادلې پیاوړتیا رامنځته کول دي. ژورنال په انګلیسي ژبه مقالې مني. دا ژورنال د مقالو د دقت، رښتینولي او علمي کیفیت ډاډمنولو لپاره د دوه ګونې بیاکتنې ماډل( double-blind perr review)  کاروي. په ژورنال کې د مقالو خپرول د هر ډول لاسرسي وړ دي او د ( Open Access  ) ماډل پر بنسټ دی، چې ټولې مقالې یې په وړیا ډول چمتو کېږي. ژورنال له کراس رف څخه انلاین نړیواله معیاري شمېره (e-ISSN: 3006-7804 ) او ډیجیټل مقاله پیژندونکی (DOI) ترلاسه کړی دی. د طبیعي علومو نړیوال ژورنال په درې میاشتني ډول خپریږي او په یو شمېر معتبرو علمي ډیټابیسونو کې لکه: ګوګل سکالر، Crossref، Core، Base او نورو معتبرو علمي ادرسونو کې د لاسرسي او لیدو وړ دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ژورنال ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: (www.kujnsr.com)

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي –څېړنیز ژورنال

د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي-څېړنیز ژورنال په ۱۹۷۹ کال کې تاسیس شو او د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت تر څارنې لاندې د علمي ژورنالونو امریت لخوا د علمي- تخصصي ژورنال په توګه خپریږي. د ژورنال موخه د ټولنیزو او انساني علومو په مختلفو برخو کې د نویو څېړنیزو موندنو خپرولو لپاره د یو معیاري پلیټ فارم چمتو کول، د څېړنې کلتور ته وده ورکول او د داخلي او بهرنیو څېړونکو ترمنځ د علمي تبادلې پیاوړتیا رامنځته کول دي. ژورنال په پښتو، دري او انګلیسي ژبو مقالې مني. دا ژورنال د مقالو د دقت، رښتینولي او علمي کیفیت ډاډمنولو لپاره د دوه ګونې بیاکتنې ماډل( double-blind perr review)  کاروي. په ژورنال کې د مقالو خپرول د هر ډول لاسرسي وړ دي او د ( Open Access  ) ماډل پر بنسټ دی، چې ټولې مقالې یې په وړیا ډول چمتو کېږي. ژورنال له کراس رف څخه انلاین نړیواله معیاري شمېره (e-3078-557X او 3078-5561 P-) او ډیجیټل مقالې پیژندونکی (DOI) د ترلاسه کړي او په درې میاشتني ډول خپریږي.

د نورو معلوماتو لپاره د ژورنال ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: (https://jss.edu.af)

 

  1. د کابل پوهنتون د طبیعي علومو علمي څېړنیز ژورنال

د کابل پوهنتون د طبیعي علومو ژورنال په ۱۳۵۸لمریز کال کې تاسیس شو او د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت تر څارنې لاندې د علمي ژورنالونو امریت لخوا د علمي- تخصصي ژورنال په توګه خپریږي. د ژورنال موخه د طبیعي علومو په مختلفو برخو کې د نویو څېړنیزو موندنو خپرولو لپاره د یو معیاري پلیټ فارم چمتو کول، د څېړنې کلتور ته وده ورکول او د داخلي او بهرنیو څېړونکو ترمنځ د علمي تبادلې پیاوړتیا رامنځته کول دي. ژورنال په پښتو، دري او انګلیسي ژبه مقالې مني. دا ژورنال د مقالو د دقت، رښتینولي او علمي کیفیت ډاډمنولو لپاره د دوه ګونې بیاکتنې ماډل( double-blind perr review)  کاروي. په ژورنال کې د مقالو خپرول د هر ډول لاسرسي وړ دي او د ( Open Access  ) ماډل پر بنسټ دی، چې ټولې مقالې یې په وړیا ډول چمتو کېږي. ژورنال له کراس رف څخه انلاین نړیواله معیاري شمېره (e-3078-557X او 3078-5561 P-) او ډیجیټل مقالې پیژندونکی (DOI) ترلاسه کړي او په درې میاشتني ډول خپریږي.

د نورو معلوماتو لپاره د ژورنال ویب پاڼې ته مراجعه وکړئ: (https://jns.edu.af(

 

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: