اوسنی حالت

د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی اوس‌مهال 27 تنه استادان چې علمي رتبې یې پوهاند (9 تنه)، پوهنوال (۳ تنه)، پوهندوی (۲ تنه)، پوهنمل (۶ تنه) او پوهنیار (۷ تنه) او تحصیلي درجې یې دوکتورا (۸ تنه)، ماستر (۱۰ تنه) او لیسانس (۸ تنه) دي، لري. دا پوهنځی پنځه غیرفارغ‌ده ډیپارټمنټونه (پری‌کلینیک، پاراکلینیک، کلینیک، د خوراکي مواد ټکنالوژي او حفظ الصحه او د څارویو تولید او مدیریت) لري. سربېره پردې، د وترنري علومو پوهنځی په پروجکتو مجهز درسي ټولګي، کتابخانه، د عملي کارونو لپاره سمبال څېړنیز او تدریسي لابراټوارونه هم لري. د وترنري علومو پوهنځی د کلینیکي عملي کارونو د پرمخ بېلو لپاره د دارالامان ساحه (سنانوټریم کوڅه) کې یو باب فعال تدریسي روغتون هم لري چې د څلورم او پینځم ټولګي محصلینو د عملي کارونو او د شاوخوا ساحو د ناروغو څارویو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د وترنري علومو پوهنځی اوس‌مهال یوه د لیسانس (DVM)، یو د ماسټری (MVM) او یوه د دوکتورا فعاله برنامه لري. سربېره پردې، د وترنري علومو پوهنځي کې د ماسټرۍ دوه نوې برنامې هم د جوړېدو په حال کې دي چې په نږدې وخت کې به د محصلینو جذب شروع کړي، ان‌شاءالله. پوهنځی د تدریسي، اداري او څېړنو چارو د ښه ترسره کولو په موخه اوس‌مهال اته فعاله کمېتې هم لري چې هره کمېته یو مسوول، یو منشي او څو تنه غړي لري.

د وترنري علومو پوهنځي کې د پتولوژي (هسټوپتولوژي او نکروپسي)، مایکروبیولوژي، پارازیټولوژي، ټوکسیکولوژي، فارمکولوژي، بیوشیمي، فیزیولوژي، اناتومي، د خوراکي موادو ټکنالوژي او حفظ الصحه، د څارویو تولید او مدیریت او حیواني تغذیې لابراټوارونه او د څارویو د جسدونو د سوزولو لپاره یو دستګاه هم لري. د وترنري علومو پوهنځي اکثریت لابراټوارونه د تدریسي (زدکړیزو) موخو لپاره فعال دي، مګر د څېړنیزو کارونو لپاره تجهیز (په ځانګړې توګه د مصرفي موادو، کیټونو او ریجنټونو) ته اړتیا لري.

په دې پوهنځي کې د لیسانس دورې لپاره د محصلینو جذب د کانکور ملي ازموینې او د څوارلسم‌پاسانو د ځانګړې ازموینې له لارې ( د هېواد د وترنري انسټیټیوټونو څخه) ترسره کېږي. د وترنري علومو پوهنځي کې تدریس په ملي (پښتو او دري) ژبو ده مګر له انګلیسي ژبې سره بلدتیا هم اړینه بلل کېږي، ځکه د مسلک پورې اړوند ډېری کتابونه او مقالې په انګلیسي ژبه دلاسرسي وړ دي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: