اوسنی حالت

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی د هېواد په تحصیلی نظام کې له مهمو او بنسټیز پوهنځیو څخه شمېرل کېږي او د ارواپوهنې، روزنیزو علومو او ټولنیز کار په برخو کې د هیواد په سطحه مسلکي بشري ځواک په روزنه کې مهم او اغېزناک رول لوبوي. دغه پوهنځی د ټولنې د علمي کچې د لوړولو او د هېواد د تحصیلی اړتیاوو د پوره کولو په موخه، د خپلو علمي اوتحصیلی مأموریتونو په چوکاټ کې فعالیت کوي.

دا مهال، د روان‌شناسي، پیداګوژۍ، ښوونیز مدیریت، ښوونیز پلان او پالیسۍ، او ټولنیز کار دیپارتمنتونه د دې پوهنځي په تشکیلاتي جوړښت کې فعال دي او د لیسانس په کچه اړوند تحصیلي پروګرامونه وړاندې کوي. سربېره پر دې، دغه پوهنځی د ماسټري (فوق‌لیسانس) په کچه درې تحصیلي پروګرامونه لري چې پکې ښوونیز مدیریت، روان‌شناسي، او ښوونیز پلان او پالیسۍ شامل دي. اوس مهال، د دې پوهنځي ۳۰ تنه علمي کادر غړي د تدریس، څېړنې او محصلانو ته د تحصیلي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې تحصیلی خدمتونه وړاندې کوي.

د فزیکي امکاناتو له پلوه، د ارواپوهنې او روزنیزو علومو پوهنځی خپلې اداري او تدریسي چارې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي سره په ګډ تعمیر کې پر مخ وړي. دغه پوهنځی د مناسبو درسي خونو، د کنفرانس خونو، د دیپارتمنتونو د آمرینو او د علمي کادر د غړو لپاره د کاري دفترونو، کمپیوټرلب، د روان‌شناسي لابراتوار، او یوه نسبتاً مجهزه کتابتون څخه برخمن دی چې له ۲۵۰۰ جلده څخه زیات کتابونه لري او د تدریس او څېړنې د بهیر د ملاتړ لپاره ترې استفاده کېږي.

د تحصیلی کیفیت د لوړولو او د اکادمیک نظام د پیاوړتیا په موخه، په دې پوهنځي کې لاندې اته دایمي کمېټې منظم فعالیت کوي.  د کیفیت د لوړولو کمېټه، د ستراتېژیک پلان کمېټه، د څېړنې کمېټه، د نظم او ډسپلین کمېټه، فرهنګي کمېټه، د آزموینو کمېټه، د الکترونیکي زده‌کړو کمېټه، او د نصاب کمېټه. همدارنګه، د محصلانو د نمرو د ترانسکریپت د ارزونې او کنټرول فرعي کمېټه هم د اړوندې لایحې له مخې په منظم ډول فعالیت لري.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: