د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو
د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید علي موسوي له لوري ترسره شو، چې د بیلابیلو پوهنځیو ګڼو استادانو په کې حضور درلود.
د ورکشاپ موخه دا وه چې په اکاډمیکو مراکزو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د زده کړې، څېړنې، محتوا ترتیب او په ورته نورو علمي برخو کې سالمه او اغېزناکه ګټه پورته شي او له ناسالمې او هغه ډول کارونې څخه يې ډډه وشي چې د څېړنې د کمزورۍ لامل کيږي او د ذهني ودې او علمي پرمختګ مخه نيسي.
