د جي آی ایس او ریموټ سنسینګ درې ورځنی تخنیکي ورکشاپ پای ته ورسېد

د کابل پوهنتون محصلانو چارو انسجام آمریت له لوري، د پوهنتون مسلکي ټرینرانو په همکارۍ د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته ظرفیت لوړونې په موخه تخنیکي ورکشاپ پای ته ورسید. په دې ورکشاپ کې محصلینو ته د جي آی ایس او ریموټ سنسینګ په وسیله د فضایي معلوماتو تحلیل او د ماهوارهيي انځورونو پروسسولو نویو لارو چارو ښودلو تر څنګ د جي آی ایس پېژندنې، د فضایي معلوماتو راټولولو، تنظیم او تحلیل په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د ورکشاپ اصلي موخه دا وه چې د څېړنو کیفیت لوړ شي، د فضایي معلوماتو په برخو کې نوي تخنیکونه معرفي او وښودل شي.