د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون رهبري شورا فوق العاده غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د غونډې په پيل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کابل پوهنتون د ورستیو پرمختګونو او لاسته راوړونو په اړه معلومات شریک کړل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپله وينا کې خوښي څرګنده کړه چې کابل پوهنتون خپل هدف ته د رسیدو لپاره چټک ګامونه اخلي، په دې برخه کې یې د دې پوهنتون د رهبرۍ او استادانو کړنې وستایلي او د محصلينو د مسلکي او فکري روزنې په برخه کې یې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي. نوموړي د ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو اهمیت ته په پام سره وويل، د لوړو زده کړو وزارت له پلان سره سم به د کابل پوهنتون د فوق لسانس پروګرامونه لا پراخه او پياوړي شي.