له طلوع نیوز ټلوېزیون څخه د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لیدنه

tariq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۰:۵
12545

د کابل پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي محصلینو له طلوع نیوز ټلوېزیون څخه د علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه.

په دې علمي سفر کې، چې د ژورنالېزم پوهنځي استادانو یې هم ملتیا کوله؛ د خبر، ژوندیو خپرونو، د بېلابېلو خپرونو ایډېټ، د خپرونو ثبت او ورته نورو برخو اړوند د طلوع ټلوېزیون کارمندانو له لوري محصلینو ته معلومات ورکړل شول، چې د محصلینو له لوري یې هرکلی وشو.

د ژورنالېزم پوهنځي د استادانو له قوله؛ ژورنالېزم د نظري زده کړو ترڅنګ عملي کار او د رسنیوو له کاري چاپیریال سره پوره بلدتیا ته اړتیا لري، چې له مخې یې وخت ناوخت محصلینو ته د هېواد له بېلابېلو رسنیوو څخه د لیدنې زمینه برابروي، ترڅو دوی له رسنیز چاپیریال سره لا ډېر بلد شي.

د يادونې ده، چې د ژورناليزم پوهنځي د محصلينو د عملي زده کړو لپاره د "پوهنتون غږ" په نوم فعاله راديو لري چې چارې يې د محصلينو لخوا د استادانو تر څار لاندې پرمخ ځي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د ټولنیزو علومو علمي- څېړنیزې مجلې نوې ګڼه خپره شوه!

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو علمي-څېړنیزې مجلې د ١٤٠٥هـ ل کال نهم دور دويمه ګڼه خپره او پرلیکه شوه.

د  دې ګڼې ارزښتناکو مقالو د لوستلو او ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۰
Background image

د حقوقي زده کړو مرکز ۱۲۰ ستاژران فارغ کړل

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو مرکز د حقوقي ستاژ د پنځلسمې دورې ۱۲۰ ستاژرانو د فراغت غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبرۍ، د عدلیې وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: