د ترکیې هېواد سفیر په کابل پوهنتون کې جوړه شوې فرهنګي غونډه کې برخه واخیسته

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۸:۵۲
357

نوموړې فرهنګي غونډه د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي په ترکي څانګه کې د عکاسۍ نندارتون په نوم جوړه شوې وه. په دې غونډه کې په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر، د کابل پوهنتون رئیس او مرستیالانو، استادانو او محصلینو برخه اخیستې وه.

 د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په یاده غونډه کې د خبرو په لړ کې د افغانستان او ترکیې هېواد ترمنځ دیني، فرهنګي او ژبنیو ګډو اړیکو ته اشاره وکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ټینګولو غوښتونکی شو.

نوموړي همدارنګه د فلسطین پر مظلوم ملت باندې د صهیونیستي رژیم یرغل غندنه وکړه او ددې یرغل پر وړاندې د افغانستان اسلامي امارت او ترکیې هېواد  له دریځ څخه خوښي څرګنده کړه.

په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر  جنګ اونال په کابل پوهنتون کې په جوړ شوي نندارتون کې د ګډون څخه د خوښۍ ترڅنګ زیاته کړه؛ چې د ترکیې هېواد د افغانستان دوستۍ ته ارزښت لري او ددې اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې وکړه.

نوموړی نندارتون د کابل پوهنتون بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي ترکي څانګې او (( یونس امره)) انستیټوټ لخوا ترسره شو چې؛ درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: