د کابل پوهنتون علمي شورای غونډه تر سره شوه

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۴۹
389

نوموړې غونډه د روان کال غبرګولي میاشتې په ۱۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د پوهنتون رئیس او مرستیالانو په شتون کې دایره شوه. لومړی د شورای غړیو د  لوړو زده کړو وزارت لخوا د ارتباطاتو او ژورنالیزم، فارمسي، کرنې او ټولنیزو علومو پوهنځیو کې د ماسترۍ نویو برنامو له منظورېدو څخه خوښي څرګندنه کړه او همدارنګه یادو برنامو ته یې د نویو محصلینو د جذب په اړه خبرې وکړې.

وروسته په دې غونډه کې د پسرلني سمسټر د وروستیو آزموینو ته په چمتوالي او د مهالویش په چمتو کولو، د کابل پوهنتون او مرکزي زون ولایتونو پوهنتونو د ګمارنې، علمي ترفیعاتو تثبیت په ۲۴ مواردو، په  حقوقو پوهنځي کې په نړیوالو اړیکو کي د ماسټرۍ برنامې په فعالېدو، په انجینري پوهنځي کې د نوې کیدونکې انرژۍ ماسټرۍ برنامې، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ډیجیټل کولو په حل لارو او خلاقیت مرکز کلني بودجوي پلان هم نظرونه شریک شول او د هغه په تړاو د قوانینو، مقرراتو او لایحو مطابق لازمې پریکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: