اداري تشبثاتو اومنجمنټ ډيپارټمنټ

پېژندنه

د تشبثاتو ادارې او منجمنټ ډیپارټمنټ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې د لسانس او ماسټرۍ په تحصیلي کچو کې د علمي او مسلکي خدمتونو له مخکښو ډیپارټمنټونو څخه شمېرل کېږي. دغه ډیپارټمنټ د پوهنځي له نورو ډیپارټمنټونو سره د خپل ځانګړي تحصیلي جوړښت له مخې توپیر لري؛ ځکه چې فعالیتونه یې نه یوازې د یوې دودیزې تحصیلي رشتې په بڼه بلکې تر ډېره د یوه منظم، جامع او بازارمحوره تحصیلي پروګرام پر بنسټ تنظیم شوي دي. یاد ډیپارټمنټ د بېلابېلو تخصصي برخو له غوره او مجربو علمي کادرونو څخه جوړ دی چې پکې د منجمنټ، کاروبار، مالي، بازار موندنې مالي او تشبثات شامل دي. دغه علمي ترکیب د دې لامل ګرځېدلی چې ډیپارټمنټ د کاري بازار له اړتیاوو سره سم، معیاري او تطبیقي زده‌کړې وړاندې کړي.

د تشبثاتو ادارې او منجمنټ ډیپارټمنټ په ۱۹۷۴ میلادي کال کې د اقتصاد پوهنځي تر چتر لاندې تأسیس شو او د هغه وخت د کار بازار اړتیاوو ته په کتو سره د (اقتصاد تصدي) په نوم یادېده. وروسته، په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د هېواد د اقتصادي شرایطو او حالاتو له بدلون سره سم ددې ډیپارټمنټ نوم (منجمنټ او صنعت) ته واوښت. همدارنګه په ۱۹۸۷ میلادي کال کې د منجمنټ او صنعت ډیپارټمنټ د محاسبې له ډیپارټمنټ سره مدغم شو او نوی جوړ شوی تشکیلاتي واحد یو ځل بیا د (اقتصاد تصدي) په نوم ونومول شو. څو کاله وروسته د افغانستان د اقتصادي فضا د وسعت، بدلونونو او نوساناتو په پام کې نیولو سره، د اقتصاد تصدي ډیپارټمنټ د (منجمنټ او تشبثاتو ادارې) په نوم ونومول شو. د څانګې د وروستیو نومونو بدلون د نړیوالو اقتصادي بازارونو د رقابتي شرایطو او اړوندو اړتیاوو څرګندونه کوي. دا څانګه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان د پوهنتونونو د ملاتړ او د بشري ځواک د پراختیا پروګرام په تخنیکي او مالي ملاتړ سره د تشبثاتو ادارې او منجمنټ ډیپارټمنټ نوم ته واوښت چې تر دې دمه پکې پیاوړي علمي کادرونه د هیواد تر ټولو ارزښتمنه پانګه یعنې بشري ځواک د معیاري پوهې، مسلکي مهارتونو، اړینو وړتیاوو او عملي تجربو په لرلو سره روزي او د اقتصادي پرمختګ د تحقق په موخه یې ټولنې ته وړاندې کوي.

لرلید
د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د کاروبار د ادارې په برخه کې د باکیفیته، تخصصي او ارزښت‌محوره زده کړو برابرول، تر څو یو ژمن، نوښتګر، متشبث او خدمت‌محوره نسل وروزل شي.

ماموریت
د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د باکیفیته زده کړو او کاروباري مهارتونو له لارې د محصلانو ځواکمن کول، تر څو د کاروبار اغېزناکه رهبري او مدیریت ترسره کړي؛ د ملاتړ کوونکي اکاډمیک چاپېریال رامنځته کول؛ د کار بازار له اړتیاوو سره د نصاب برابرول؛ د محصل‌محوره ښوونیزو میتودونو پلي کول؛ له امارتي او خصوصي بنسټونو سره د رغنده همکاریو پراختیا او د دوامدارو ښوونیزو مهارتونو او ادارو پیاوړتیا.

موخې

  1. د اصولو، صداقت، امانت‌ دارۍ او ټولنې ته د خدمت پر بنسټ د کاروبار او تشبثاتو په برخه کې د نظري او عملي پوهې برابرول.

  2. د حسنه اخلاقو او سالم تعامل سره په کاري چاپېریال کې د اغېزمنو او مسلکي اړیکو مهارتونو لوړول.

  3. په ډله‌ییزو کارونو کې د محصلانو د لیاقت، عادلانه او مسوولیت منونکې رهبرۍ د مهارتونو لوړول.

  4. د مسلکي اخلاقو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بازارموندنې، مالي چارو او بشري سرچینو مدیریت په برخو کې د نوښتګر او انتقادي تفکر له لارې د محصلانو ځواکمنول.

  5. د بازارموندنې، مالي چارو او بشري سرچینو مدیریت په برخو کې د محصلانو د څېړنیزو وړتیاوو لوړول.

ارزښتونه

  • د ديني، ملي ارزښتونو او اسلامي شعایرو ساتنه، درناوی او رعایت.

  • د عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روحیې هر اړخیزه پیاوړتیا.

  • د اخلاص، تقوا او د عباداتو د ترسره کولو د روحیې پیاوړتیا.

  • د متدینو، مسلکي او د اسلامي ارزښتونو ته ژمنو کادرونو روزنې ته پاملرنه.

  • د اسلامي ورورګلوۍ، یووالي، ترحم، همدردۍ، خدمت‌، متقابل درناوي او ایثار د روحیې پیاوړتیا.

  • په ژوند کې د شرعي احکامو د عملي کولو تر څنګ پر هغې د ټینګ باور پیاوړتیا.

  • د اړیکو د ټینګښت او ديني علومو سره د توازن د رامنځته کولو د روحیې پیاوړتیا.

 

د لسانس دورې تحصیلي نصاب

د مسلکي مضامینو لیکلړ/ لیست مضامین مسلکی/ Core Subjects

ګڼه

د مضمون ډول

کریډټ

د مضمون نوم په (پښتو)

نام مضمون ( به دری)

Name of Subject by (English)

دمضمون کوډ

۱

مسلکي

۳

د مدیریت بنسټونه

اساسات مدیریت

Principles of Management

ECBA 0118

۲

مسلکي

۳

کاروبار پېژندنه

آشنایی با تجارت

Introduction to Business

ECBA 0131

۳

مسلکي

۳

د بازار موندنې بنسټونه

اساسات بازاریابی

Principles of Marketing

ECBA0334

۴

مسلکي

۲

کاروباري مفاهمه

مفاهمه تجارت

Business Communication

ECBA0435

۵

مسلکي

۳

د بشري سرچينو مدیریت

مدیریت منابع بشری

Human Resource Management

ECBA0338

۶

مسلکي

۳

سازماني چلند

رفتار سازمانی

Organizational Behaviour

ECBA0436

۷

مسلکي

۳

نړیوال کاروبار

تجارت بین الملل

International Business

ECBA0540

۸

مسلکي

۳

مالي مدیریت

مدیریت مالی

Financial Management

ECBA0744

۹

مسلکي

۳

د کاروباري مالوماتو شننه

تحلیل ارقام تجارتی

Business Data Analytics

ECBA0755

۱۰

مسلکي

۳

برېښنايي سوداګري

تجارت الکترونیکی

E-Commerce

ECBA0539

۱۱

مسلکي

۳

د بازارموندنې څېړنه

تحقیقات بازاریابی

Marketing Research

ECBA0578

۱۲

مسلکي

۳

مالي بازارونه او بنسټونه

بازارها و نهادهای مالی

Financial Markets & Institutions

ECBA0548

۱۳

مسلکي

۳

تشبثات

تشبثات

Entrepreneurship

0542ECBA

۱۴

مسلکي

۳

ستراتيژيک مدیریت

مدیریت ستراتيژيک

Strategic Management

ECBA0665

۱۵

مسلکي

۳

د بشري سرچينو نړیوال مدیریت

مدیریت منابع بشری بین الملل

International HRM

ECBA0563

۱۶

مسلکي

۳

د بشري سرچينو ستراتېژیک مدیریت

مدیریت ستراتيژيک منابع بشری

Strategic HRM

ECBA0873

۱۷

مسلکي

۳

د ټولیز کیفیت مدیریت

مدیریت جامع کیفیت

Total Quality Management

ECBA0561

۱۸

مسلکي

۳

د پروژو مدیریت

مدیریت پروژه

Project Management

ECBA0621

۱۹

مسلکي

۳

مشري

رهبري

Leadership

0874ECBA

۲۰

مسلکي

۳

پانګه اچونه

سرمایه ګذاری

Investment

ECBA0549

۲۱

مسلکی

۳

د څېړنې میتودولوژي

روش تحقیق

Research Methodology

ECBA0645

۲۲

مسلکي

۴

عملي کار

کارآموزی

Internship

ECBA0743

۲۳

مسلکي

۴

سیمینار

سمینار

Seminar

ECBA0743

۲۴

مسلکي

۶

مونوګراف

مونوګراف

Monograph

ECBA0846

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: