د عامه اړیکو ډيپارټمنټ
الف. پېژندنه:
عامه اړیکې یو ستراتیزیک ارتباطی سیستم دی، چې د یوه سازمان او مخاطبانو ترمنخ پر متقابلو ګټو او دومدارپوهاوي ولاړې، اوږدمهالې ماناوالې اړیکې ټینګوي.
لرلید:
د عامه اړیکو ډيپارټمنټ؛ د اسلام مبارک دین د اصولو، د هېواد د کلتوري شرایطو او د عامه اړیکو د مسلکیتوب په پامنیوی، د افغانستان د دولتی او نادولتي سازمانونو لپاره د عامه اړیکو د اغېزمنو او ټولګټو پروژو په برخه کې د پلان او تګلار جوړونې او د پروژو د ترسره کونې په موخه په تحصیلي او څېړنیزو برخو کې د لیسانس او ماسټرۍ په کچه تخصصي پروګرامونه وړاندې کوي.
دنده:
د عامه اړیکو ډيپارټمنټ په خپله څلور کلنه تحصیلي دوره کې د رښتینیو، رغنده او پرانیستي مهارتونو په وړاندې کولو سره، په محصلینو کې د دې وړتیا پیدا کوي چې په دولتي او خصوصي مؤسسو کې د دوه اړخیزو ارتباطاتو په غښتلتیا کې خپل لارښوونېز او تخصصي مهارتونه پلې کړای شي.
شعار:
د عامه اړیکو ديپارټمنټ؛ د افغانستان په کچه د دوه اړخیز ارتباط لپاره یوازینی علمي او تخصصی مرکز.
ارزښتونه:
- غوره والی، درناوی، اړیکې او لېوالتیا
- احتیاج او خدمتونه
- ستراتیژیکه سلا او ګډ کار
- له ټکنالوجۍ ګټنه
- تنوع او د فرصتونو رامنځته کونه
- دوامداره پرمختیا
- رښتینوالی، درېدا، امانت ساتنه او جوتتیا
- برتری، احترام ، مناسبات و جذابیت
- ټولنیزوالی
- تحلیلي ارزونه
اصلي موخه:
د افغانستان د دولتي او نادولتي سازمانونو د مسلکي کونې او د ټولګټو پروژو د تګلارجوړونې، طرح او ترسرینې په برخه کې د مشورتي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د عامه اړیکو د متخصصو کادرونو روزنه او ورپېژندنه
فرعي موخې:
- د عامه اړیکو فارغان به؛ د سازمان د فعالیتونو او مدیریت په برخه کې د خلکو، کارپوهانو او رسنیو د نظرونو او تحلیلونو د راټولونې او وړاندې کونې وړتیا ولري.
- د عامه اړیکو فارغان به؛ د سازمان د مدیرانو او کارکوونکیو تر منځ د پوهاوي د روحیې د پياوړي کونې علمي وړتیا ولري.
- د عامه اړیکو فارغان به، د سازمان د کړو وړو په اړه د عامه افکارو د روښانونې په موخه؛ پر وخت د اطلاع رسونې وړتیا ولري.
- د عامه اړیکو فارغان به د کړکېچ د مخنیوي او د کړکېچ د مهال د ارتباطاتو د مدیریت وړتیا ولري.
- د عامه اړیکو ډيپارټمنټ؛ د عامه اړیکو د محصلانو په روزنې سره په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو کې د مسلکي ارتباطاتو بهیر بدای کوي.
متوقعه پایلې:
- د ټولنیز عدالت، انساني کرامت او ملي هویت د ساتنې په موخه د دیني، ملي او انساني ارزښتونو دودونه.
- د افغانستان د کار په بازار کې د عامه اړیکو د متخصصینو روزنه
- په دولتي او خصوصي سکټر او نادولتي مؤسسو کې د دوه اړخیز ارتباطات پرمختیا.
- په هېواد کې د څېړنې، نوښت او تالیف پراختیا
ج. تخصصي مضمونونه
ګڼه |
د مضمون نوم |
کوډ نمبر |
کریډیت |
ګڼه |
د مضمون نوم |
کوډ نمبر |
کریډیت |
۱ |
د عامه اړيکو بنسټونه |
CJPR0106 |
۳ |
۱۸ |
تولید چند رسانه یی |
CJPR0418 |
۳ |
۲ |
د ارتباطاتو بنسټونه |
CJPR0107 |
۳ |
۱۹ |
برېښنایی عامه اړیکې |
CJPR0419 |
۲ |
۳ |
د عامه اړيکو تاریخ |
CJPR0108 |
۲ |
۲۰ |
کره کوونکې عامه اړيکې |
CJPR0420 |
۲ |
۴ |
عامه اړيکې او ټولنه |
CJPR0209 |
3 |
۲۱ |
بازار موندیزې عامه اړیکې (MPR) |
CJPR0421 |
۲ |
۵ |
انځورګری |
CJPR0211 |
۴ |
۲۲ |
شرکتي عامه اړيکې |
CJPR0522 |
۲ |
۶ |
عامه اړيکليکنه |
CJPR0313 |
۲ |
۲۳ |
سازماني ارتباطات او چلن |
CJPR0524 |
۲ |
۷ |
عامه وينا |
CJPR0312 |
۳ |
۲۴ |
همغږي بازار مونديز ارتباطات |
CJPR0525 |
۲ |
۸ |
عامه اړیکتیوري او ماډولونه |
CJPR0314 |
۳ |
۲۵ |
سازماني ستراتيژيکه ليکنه |
CJPR0526 |
۳ |
۹ |
ټولنيزه هڅونه او نفوذ |
CJPR0315 |
۲ |
۲۶ |
د عامه اړيکو کيس سټډيز |
CJPR0630 |
۳ |
۱۰ |
سوداګريز تبليغات |
CJPR0416 |
۳ |
۲۷ |
د عامه اړيکو مديريت |
CJPR0631 |
۲ |
۱۱ |
رسنيزې عامه اړيکې (عملي) |
CJPR0417 |
۳ |
۲۸ |
عامه اړیککمپین |
CJPR0632 |
۲ |
۱۲ |
د عامه اړيکو اخلاق |
CJPR0523 |
۲ |
۲۹ |
پرمختللې عامه اړيکې |
CJPR0633 |
۲ |
۱۳ |
عامه اړیکحقونه او مقررې |
CJPR0635 |
۲ |
۳۰ |
عامه اړیکځېړنه |
CJPR0738 |
۲ |
۱۴ |
کړکېچ ارتباطات او مديريت |
CJPR0736 |
۲ |
۳۱ |
په عامه اړیکو کې د مېرمنو ونډه |
CJPR0740 |
۲ |
۱۵ |
دولتي عامه اړيکې |
CJPR0737 |
۲ |
۳۲ |
مونوګراف / انټرنشيپ |
CJPR0741 |
۱۱ |
۱۶ |
نړيوالې عامه اړيکې |
CJPR0845 |
۲ |
۳۳ |
په نادولتي ادارو کې عامه اړيک ې |
CJPR0847 |
۳ |
۱۷ |
برانډ جوړونه او مديريت |
CJPR0846 |
۲ |
|
|
|
|