لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامي او فقهي علومو په ډګر کې د یو باوري علمي او څېړنیز مرجع په توګه؛ د متخصص، متعهد او کارپوه علمي کادرونو په روزلو سره  په ملي او نړيواله کچه د ځای تثبیت.

مأموریت:

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د معیاري تحصیلي او څېړنیزو پروګرامونو د وړاندې کولو له لارې په فقه او قانون، اسلامي تعلیماتو او دعوت کې، او همدارنګه د نورو تدریسي دیپارتمنتونو د علمي فعالیت له مخې ژمن دی چې د هېواد د اړتیاوو پر بنسټ کادرونه وروزي، څو د تدریس، قضاء، مدافع وکالت، دعوت او ارشاد، لوړو زده کړو، معارف په ساحه، او د دیني، سیاسي، اقتصادي، قانوني او ټولنیزو ستونزو په حل کې رول ولوبوي.

موخې:

  1. د فقه، قانون، اسلامي تعلیماتو، دعوت او اسلامي ثقافت په برخو کې د ټولنې د خدمت لپاره د متخصصو او متعهدو کادرونو روزنه.
  2. په اسلامي او حقوقي علومو کې د استادانو او محصلانو د علمي کچې لوړول د تدریس، څېړنې او مطالعې له لارې.
  3. د هېواد د اکادمیکو او ټولنیزو اړتیاوو پوره کول د تدریس، قضاء، مدافع وکالت، دعوت او ارشاد، لوړو زده کړو معارف، حقوقي مشورو او نورو اړوندو برخو کې.
  4. د اسلامي علومو په ساحه کې د علمي او تطبیقي څېړنو پراختیا د معاصرو قضایاوو د حل، د نظریاتو د نقد او د شُبهاتو د رد په موخه.
  5. د هېواد دننه او بهر کې د ورته پوهنځیو ترمنځ د همکارۍ او توأمیت دود پیاوړتیا، د علمي بډاینې او د اکادمیکو تجربو د ګټې اخیستنې په موخه.
  6. د استخدام کوونکو مراجعو او د پوهنځي د فارغینو ترمنځ اغېزمنه اړیکه رامنځته کول د قضایي، اداري او ټولنیز نظام فعال رول په موخه.
  7. د اسلامي ثقافت د مضمونونو د تحقیق او تدریس له لارې د پوهنتون په نورو څانګو کې د اسلام اصیل فکر او فرهنګ خپرول او پراخول.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: