د سینما ډيپارټمنټ
د سمعي او بصري هنر (سینما) پېژندنه
د سمعي او بصري هنر دیپارتمنت د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي تر چتر لاندې له مهمو او تخصصي هنري څانګو څخه شمېرل کېږي. د دې څانګې موخه د فلم، تصویر، غږ او سمعي او بصري رسنیو په برخو کې د محصلینو علمي، عملي او هنري وړتیاوو پیاوړتیا ده. دغه څانګه زمینه برابروي څو داسې هنرمندان وروزي، چې د تصویر او غږ د ژبې په مرسته د ټولنې فرهنګي، دودیز او اسلامي ارزښتونه په مؤثره توګه منعکس کړي او د ټولنیز، تعلیمي او فرهنګي پوهاوي په لوړولو کې رغنده رول ولوبوي.
د سمعي او بصري هنر د لیسانس پروګرام پېژندنه
د سمعي او بصري هنر لیسانس پروګرام یوه څلورکلنه تحصیلي دوره ده، چې په ترڅ کې یې محصلین د فلم جوړونې، سینماټوګرافۍ، ایډیټ، مستند جوړونې، غږ اېښودنې، کارګردانۍ او د سمعي او بصري آثارو د تحلیل نظري او عملي بنسټونه زده کوي. د یاد پروګرام جوړښت د ملي اړتیاوو او نړیوالوعلمي معیارونو پر بنسټ طرحه شوی، او د تخنیکي مهارتونو ترڅنګ د محصلینو د تحلیلي ظرفیت، هنري درک او فرهنګي پوهاوي پر پیاوړتیا ځانګړی ټینګار کوي.
دغه پروګرام ، چې مخکې د «سینما» تر نوم لاندې فعالیت درلود، په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د ښکلوهنرونو پوهنځي تر چتر لاندې د یوې مستقلې، خپلواکې علمي او مسلکي څانګې په توګه تاسیس شوه. دا دیپارتمنت د هېواد په کچه د سمعي او بصري هنرونو په برخه کې لومړنی علمي، تعلیمي او تخصصي مرجع ګڼل کېږي، چې د لنډو فلمونو په تولید، د مسلکي کادري ظرفیتونو په روزنه او د فني متخصصینو په معرفي کولو سره رسنیزو ادارو ته ارزښتناک او اغېزمن خدمات وړاندې کړي دي.
د پروګرام تعلیمي محتوا د ټولنې د فرهنګي، ټولنیزو او اسلامي ارزښتونو په رعایت او د کیفیت د تضمین له اصولو سره سم ترتیب او تنظیم شوی دی.
د سمعي او بصري هنر (سینما) د پروګرام د کاري بازار پېژندنه
د سمعي او بصري هنر د څانګې فارغان کولای شي په ملي او نړیوال کچه کې بېلابېلې دندې ترلاسه کړي. په هیواد دننه، دا فارغان کولای شي چې په رسنیزو ادارو، ټلویزیوني چینلونو، راډیوګانو، د فلم جوړونې سټوډیوګانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، فرهنګي موسسو، هنري تعلیمي مرکزونو او نورو اړوندو بنسټونو کې کار وکړي.
په نړیواله کچه، دوی کولای شي د نړیوالو رسنیو، فلمي شرکتونو، ډیجیټلي پلېټفارمونو، د محتوا تولیدوونکو ادارو، فرهنګي سازمانونو او فستیوالونو سره کار وکړي. سربېره پر دې، د خپلواکه فلم جوړوونکي یا مستند جوړوونکي په توګه هم د خپل مسلک پراختیا ته دوام ورکړي.
د زدهکړې موخې (تعلیمي اهداف)
- د فلم جوړونې او سمعي ـ بصري رسنیو په برخه کې د بنسټیزو، تخصصي اوعلمي مفاهیمو منظم تدریس.
- د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو پر بنسټ د محصلینو هنري وړتیاوو، فرهنګي درک او مسلکي شخصیت پیاوړتیا.
- د غږیزو او تصویري آثارو د تولید په برخه کې د عملي مهارتونو معیاري روزنه او پراختیا.
- د سمعي او بصري هنرونو په ساحه کې د نقد، تحلیل او علمي څېړنو ظرفیت رامنځته کول او پیاوړتیا.
- محصلینو ته زمینه برابره کول چې په مسلکي توګه د رسنیو، سینما، تعلیمي او فرهنګي بنسټونو سره کار وکړي او د کار بازار ته بشپړه چمتووالی ولري.
د پروګرام ستراتېژيکې موخې
- د علمي معیارونو او د اسلامي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ د درسي پروګرام پراختیا، معیاري کول او منظم نوي کولو بهیر پیاوړی کول.
- له ملي او نړيوالو بااعتباره تعلیمي، علمي او هنري بنسټونو سره د مؤثرې همکارۍ پراختیا او ټینګول.
- د عملي زدهکړو او هنري آثارو د تولید لپاره د اړینو شرایطو د رامنځته کولو په موخه د دیپارتمنت تعلیمي او تخنیکي زېربناوو پیاوړتیا.
- د سمعي او بصري هنرونو په برخه کې د علمي څېړنو، مستندسازۍ او مسلکي تولید فرهنګ پیاوړی کول او ترویج.
- د داسې مسلکي، متعهد او ارزښتمحوره بشري ځواک روزنه چې اسلامي اصولو ته ژمن وي او د ټولنې په فرهنګي پرمختګ او علمي وده کې رغنده او دوامدار رول ولوبوي.
ليدلوری
د سمعي او بصري هنر دیپارتمنت هڅه کوي چې د بصري زدهکړو په ساحه کې، د فرهنګي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې تر څنګ، په ملي او سیمهییزه کچه یوه باوري، معتبره او مخکښ علمي او تخصصي مرجع وګرځي او د ټولنې په فرهنګي او هنري پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.
مأموريت
د سمعي او بصري هنر دیپارتمنت ژمن دی چې د تصویري او غږیزو تولیداتو په برخه کې د معیاري، عملي او مسلکي زدهکړو مناسبې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو داسې متخصص، مسئول او د ټولنې له اړتیاوو باخبر هنرمندان وروزي چې د هېواد د رسنیزو هنرونو په وده، غښتلتیا او مسلکي کېدو کې اغېزمن او پایدار رول ترسره کړي.
جدول مضامین مسلکی
|
شماره |
نام مضمون |
کود مضمون |
کریدت مضمون |
|
د فلم ډایرکټری ۱ |
B.AVA.0117 |
2 |
|
|
د فلم ډایرکټری ۲ |
B.AVA.0217 |
2 |
|
|
د فلم ډایرکټری ۳ |
B.AVA 0317 |
3 |
|
|
د فلم ډایرکټری ۴ |
B.AVA.0417 |
3 |
|
|
|
د فلم ډایرکټری ۵ |
B.AVA.0517 |
3 |
|
|
د فلم ډایرکټری ۶ |
B.AVA.0617 |
4 |
|
|
د فلم ډایرکټری ۷ |
B.AVA.0717 |
4 |
|
|
د فلم ډایرکټری ۸ |
B.AVA.0817 |
4 |
|
|
تصویر آخستنه ۱ |
B.AVA.0318 |
2 |
|
|
تصویر آخستنه ۲ |
B.AVA.0418 |
2 |
|
|
د فلم نقد ۱ |
B.AVA.0719 |
2 |
|
|
د فلم نقد ۲ |
B.AVA.0819 |
3 |
|
|
سناریو لیکل ۱ |
B.AVA.0320 |
1 |
|
|
سناریو لیکل ۲ |
B.AVA.0420 |
2 |
|
|
سناریو لیکل ۳ |
B.AVA.0520 |
2 |
|
|
د تلویزیوني خپرونو ډایرکټری ۱ |
B.AVA.0621 |
2 |
|
|
د تلویزیوني خپرونو ډایرکټری ۲ |
B.AVA.0721 |
2 |
|
|
د تلویزیوني خپرونو ډایرکټری ۳ |
B.AVA.0821 |
2 |
|
|
پروډیوسري |
B.AVA.0722 |
1 |
|
|
د سینما تاریخ ۱ |
B.AVA.0123 |
2 |
|
|
د سینما تاریخ ۲ |
B.AVA.0223 |
2 |
|
|
د سینما تاریخ ۳ |
B.AVA.0323 |
2 |
|
|
د فلم ایډیت ۱ |
B.AVA.0524 |
3 |
|
|
د فلم ایډیت ۲ |
B.AVA.0624 |
2 |
|
|
عکاسي |
B.AVA.0225 |
2 |
|
|
د فلم میلودي |
B.AVA.0526 |
2 |
|
|
میک اپ ۱ |
B.AVA.0527 |
2 |
|
|
میک اپ ۲ |
B.AVA.0627 |
1 |
|
|
اداکاري |
B.AVA.0128 |
3 |
|
|
ډب کول ۱ |
B.AVA.0729 |
1 |
|
|
ډب کول ۲ |
B.AVA.0829 |
3 |
|
|
د فلم ډیزاین (اسټوری بورد) ۱ |
B.AVA.0630 |
2 |
|
|
د فلم ډیزاین (اسټوری بورد) ۲ |
B.AVA.0730 |
2 |
|
|
مجموع کریدتها |
75 |
|
|
فیصدی این کتگوری |
% (52 ) |
||
د دوراني بیاکتنې پايله:
د سینما علمي پروګرام د ۱۴۰۳ لمریز کال د دوراني بیاکتنې راپور په دقت سره وارزول شو. په یاد راپور کې د بیاکتنې ټول اصول، معیارونه او اړوند کړنلارې په بشپړه توګه رعایت شوې دي، او د راپور علمي محتوا، د زدهکړې موخې او متوقعې پایلې د محترم هیئت لهخوا رسماً تایید شوې دي.
د پوهنتون د کیفیت لوړولو آمریت، د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲۳ نېټه د ۴۱۱ ګڼې رسمي مکتوب پر بنسټ، د «سینما علمي پروګرام» د دیپارتمنت د فعالیت دوام او د پروګرام د پرلهپسې تطبیق وړاندیز او تایید کړی دی.