د ګرافیک ډیزاین ډیپارټمنټ

الف) پېژندنه:

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ګرافیک ډیزاین دیپارتمنت لومړی ځل په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د نقاشۍ او مجسمه‌سازۍ دیپارتمنت تر څنګ د يو درسي مضمون په توګه تدريس کېده. دغه دیپارتمنت په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې په رسمي ډول د پوهنځي د نورو دیپارتمنتونو ترڅنګ تاسیس شو.

د ګرافیک ډیزاین د رشتې ځای او ارزښت

د ګرافیک ډيزاین رشته نن ورځ د هنر، ټکنالوژۍ او بصري اړيکو ترمنځ يو پُل بلل کېږي؛ هلته چې تخلیق، ډیزاین تفکر او بصري ارواپوهنه سره یوځای کېږي ترڅو پیغامونه، برانډونه او مفاهیم په دقیقه، اغېزمنه او جذابه بڼه مخاطب ته انتقال شي.

په معاصر عصر کې دغه رشته په نړۍ کې له هغو خلاقو او ستراتیژیکو رشتو څخه ده چې لوړه اقتصادي ارزښت، پراخه کاري ساحه او د کار ډېر فرصتونه لري.

د دې رشتې مهم درسي او مسلکي برخې

• د بصري هویت ډیزاین (Branding & Visual Identity)
• چاپي ډیزاین (Print Design)
• د بسته‌بندۍ ډیزاین (Packaging Design)
• ډیجیټل ډیزاین او تبلیغات (Digital Graphics & Advertising)
• UI/UX ډیزاین (د کاروونکي اړیکه او تجربه)
• انځورګري (Illustration)
• موشن‌ګرافیک او لنډې انیمیشنونه

نن سبا هیڅ پرمختللی صنعت او سوداګرۍ د ګرافیک ډیزاین پرته تصور کېدای نشي؛ له همدې امله په ډېرو هېوادونو کې دا رشته د خلاقو او راتلونکې جوړوونکو رشتو له ډلې څخه ګڼل کېږي.

د تجهيزاتو او درسي پروګرامونو پراختيا

په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د رياست او د Afghan Equality Alliance په همکارۍ، دیپارتمنت د اته (۸) مکنتاش کمپیوټرونو په نصب مجهز شو او د ډیجیټل پروګرامونو لپاره عملي روزنه پيل شوه.

وروسته، د دیپارتمنت استادانو د یادو بنسټونو په مرسته د فوتوشاپ، الستریټر او انډیزاین تخصصي کورسونه بشپړ کړل او د لومړي ځل لپاره یې د ګرافیکي نرم‌افزارونو رسمي تدریس پیل کړ.

په ۱۳۸۹ هـ ش (۲۰۱۰م) کال کې «ډیجیټل ګرافیک» مضمون په رسمي ډول نصاب ته ور اضافه شو چې د دې رشتې د معیاري کېدو په لور یو مهم تحول و.

اوسني امکانات او ظرفیتونه

د ګرافیک ډیزاین دیپارتمنت اوس مهال د ۵۰ څخه زیاتو مجهزو کمپیوټرونو لرونکی معیاري لابراتوار لري او د محصلانو لپاره مسلکي، عملي او معیاري روزنه برابروي. دغه دیپارتمنت د هنرونو د معیاري کېدو، د ډیجیټل هنرونو د ودې او د متخصص کادرو د روزنې په برخه کې مهم او اغېزمن رول لري.

ب) د درسي برنامې موخې

د ګرافیک ډیزاین رشته د هیواد د ملي او تاریخي ارزښتونو د ساتنې په موخه رامنځته شوې او هڅه کوي چې د ځوانانو تحصیلي کچه د دیني لارښوونو او نافذو قوانینو په رڼا کې لوړه کړي. دغه رشته لاندې موخې تعقیبوي:

• د ګرافیک ډیزاین اساسي مفاهیمو پیژندنه (مباني ډیزاین، د ګرافیکي فورمونو جوړول، صفحه‌آرایي، لوګو ډیزاین، اداري ست ډیزاین، برانډسازي، بسته‌بندۍ ډیزاین او چاپي/ډیجیټل تبلیغات).
• د متخصص، متعهد او څېړونکي کادرو روزنه د هیواد د بصري پوهې د بنسټ پیاوړي کولو لپاره.
• د محصلانو بلدتيا له ادبي، هنري، فرهنګي، تبلیغاتي او تاریخي سرچینو سره د ملي هویت د ساتنې په موخه.
• د ملي او نړیوالو مخکښو ګرافیستانو له کارونو او خلاقیتونو سره آشنایي.
• د ځوان نسل روزنه د وړ، خلاق او متبحر ګرافیک ډیزاینرانو تر کچې.
• د نوښتګر فکر او تخلیقي تفکر تقویه کول.
• محصلان د تخصصي دندو لپاره چمتو کول.
• محصلان د بصري څیړنو او علمي پروژو د ترسره کولو توانمنول.

 

۱. لیدلوری (Vision):

د ګرافیک ډیزاین دیپارتمنت هڅه کوي چې په ملي او نړیواله کچه د ګرافیک ډیزاین يو مخکښ او معیاري مرکز شي. دغه دیپارتمنت د یو نوښتګر، متحرک او تخلیقي چاپېریال په رامنځته کولو سره د محصلانو استعدادونه تقویه کوي او د ټکنالوژۍ له بدلونونو او د بازار اړتیاوو سره سم د ټولنې په پرمختګ کې اغېزمن رول ترسره کوي.

۲. مأموریت (Mission):

د دیپارتمنت مأموریت د معیاري، جامع او مسلکي زده کړو وړاندې کول دي. دا دیپارتمنت د عملي تجربو، محصل محوري تدریس، انتقادي فکر او خلاقانه ستونزه‌حل تمرکز کوي ترڅو محصلان په بریالیتوب سره بازار کار ته داخل شي او د نوښت او کارآفرینۍ روحیه پیاوړې کړي، ترڅو د ډیزاین له لارې ټولنې ته مثبت بدلون راولي.

ج) ارزښتونه:

۱. د دیني، ملي ارزښتونو او اسلامي شعائرو ساتنه او درناوی
۲. عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي روزنې پیاوړتیا
۳. د اخلاص، تقوا او عبادتونو د روحيې تقویه
۴. د متدین، متخصص او اسلامي ارزښتونو ته ژمن کادرو روزنه
۵. د اسلامي اخوت، یووالي، رحم، خدمت، درناوي او ایثار روحيې پیاوړتیا
۶. په ژوند کې د شرعي احکامو عملي کول او پرې کلک باور
۷. د دیني او عصري علومو ترمنځ توازن او همغږي رامنځته کول
۸. د انسان د روحي، عقلي او بدني اړتیاوو ترمنځ د وحې او الهي احکامو پر بنسټ توازن ټینګول

د) توأمیت‌ها:

د ګرافیک ډیزاین دیپارتمنت په مستقل ډول ځانګړې توأمیت نه لري، خو د ښکلو هنرونو پوهنځي د عمومي توأمیتونو برخه ده.

هـ) لابراتوار (کمپیوټر لب):

دیپارتمنت د مسلکي مضامینو د تدریس لپاره یو مجهز، معیاري لابراتوار لري چې ۵۰ کمپیوټرونه او معیاري پروجکټر په کې موجود دی. دغه لابراتوار لاندې برخې لري:

۱. د علمي مضامینو کارګاه (لاسې عملي ګرافیکي کارونه)
۲. کمپیوټر لاب د پروجکټر او ۵۰ کمپیوټرونو سره (د ډیجیټل ګرافیک تدریس او عملي تمرینونه)

و) د تحصیلي نصاب (تخصصي مضامین)

شمېره

د مضمون نوم

د مضمون کود

د مضمون کریدت

1

د ګرافیک ډیزاین مباني 1

B.GD.0115

2

2

د ګرافیک ډیزاین مباني 2

B.GD.0215

2

3

د ګرافیک ډیزاین مباني 3

B.GD.0315

2

4

مبانی گرافیک دیزاین 4

B.GD.0415

2

5

مبانی گرافیک دیزاین 5

B.GD.0515

2

6

د څېړنې میتود

B.GD.0622

2

7

عکاسي او ډیزاین    1

B.GD.0114

2

8

عکاسي او ډیزاین 2

B.GD.0214

3

9

ډیجیټل ګرافیک 1

B.GD.0216

3

10

ډیجیټل ګرافیک2

B.GD.0316

3

11

ډیجیټل ګرافیک3

B.GD.0416

3

12

ډیجیټل ګرافیک4

B.GD.0516

3

13

ډیجیټل ګرافیک5

B.GD.0616

3

14

ډیجیټل ګرافیک6

B.GD.0716

3

15

ډیجیټل ګرافیک7

B.GD.0816

4

16

رسم 1

B.GD.0217

2

17

رسم2

B.GD.0317

3

18

رسم 3

B.GD.0417

3

19

رسم 4

B.GD.0517

3

20

رسم 5

B.GD.0617

4

21

رسم 6

B.GD.0717

4

22

الستریشن1

B.GD.0618

3

23

الستریشن2

B.GD.0718

3

24

الستریشن3

B.GD.0818

4

25

مینیاتوری1

B.GD.0519

3

26

مینیاتوری2

B.GD.0619

3

27

د چاپ فن 1

B.GD.0720

3

28

د چاپ فن 2

B.GD.0820

3

29

خوشنویسي 1

B.GD.0321

2

30

خوشنویسي 2

B.GD.0421

2

 

د دوراني بیاکتنې پایله

د ګرافیک ډیزاین علمي برنامې د ۱۴۰۳ هـ ش کال دوراني بیاکتنې راپور تر ارزونې لاندې ونیول شو. په راپور کې د دوراني مرور ټول اصول په پوره ډول رعایت شوي، او د محتوا، درسي هدفونو او متوقعه پایلو له پلوه د محترم هیئت له خوا د تائید وړ وبلل شو.

همدارنګه، د کابل پوهنتون د ارتقای کیفیت محترم آمریت د مکتوب شمېر (411) مؤرخ ۲۳/۱۰/۱۴۰۳ هـ ش پر بنسټ، د دې دیپارتمنت (د ګرافیک ډیزاین علمي برنامې) د فعالیت د دوام وړاندیز شوی دی.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: