لید لوری، مأموریت او موخې
لیدلوری:
په ښوونه، څېړنه او نوښت کې برتري د انجنیري په برخه کې په ملي او نړیواله کچه
ماموریت:
د معیاري زدهکړې، څېړنې او علمي خدمتونو برابرول د انجنیري په بېلابېلو برخو کې، د متخصص، خلاق او ژمن انجنیرانو د روزنې لپاره چې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي.
د انجنیري پوهنځي دندې:
د کابل پوهنتون د انجنیري پوهنځی د هېواد له علمي او تخصصي بنسټونو څخه په توګه، دا مأموریت لري چې د متخصصو کادرونو روزنه، علمي څېړنې ترسره کول او مشورتي خدمتونه وړاندې کړي، تر څو په ملي پرمختګ کې اساسي رول ولوبوي. د دې پوهنځي دندې په لاندې ډول وړاندې کېدای شي:
- د متخصصو کادرونو روزنه:
- د محصلانو روزنه په بېلابېلو د انجنیري څانګو کې د هېواد د علمي او عملي اړتیاوو د پوره کولو لپاره.
- څېړنه: د بنسټیزو او تطبیقي څېړنو ترسره کول په بېلابېلو د انجنیري برخو کې او د ملي ستونزو لپاره علمي حل لارې وړاندې کول.
- مشورتي او تخنیکي خدمتونه: د علمي او تخنیکي مشورو وړاندې کول دولتي او خصوصي بنسټونو ته، په ځانګړي ډول د زیربنایي او عمراني پروژو په برخه کې.
- د علمي ظرفیت لوړول: د استادانو او محصلانو د علمي ودې لپاره د سمینارونو، کنفرانسونو او نړیوالو همکاریو له لارې زمینه برابرول.
- د پوهنتون او ټولنې اړیکه: د پوهنتون او د هېواد د اجرایي سکتورونو ترمنځ اړیکې ټینګول د انجنیري د پوهې د عملي کارونې لپاره.
- د لابراتوارونو او علمي امکاناتو پراختیا: د تخصصي لابراتوارونو تجهیز او پراختیا د عملي زدهکړې او پیاوړتیا لپاره.