د کابل پوهنتون د داخلي شبکې (LAN) په اساسي او معياري ډول جوړولو چارې رسما پيل شوې!

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۱۳
photo

د کابل پوهنتون او افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت ترمنځ د ترسره شوي هوکړه ليک په اساس د روان کال د وري مياشتې په ١٠ نېټه د ياد پوهنتون د داخلي شبکې په اساسي او معياري ډول جوړولو چارې رسما پيل شوې.

د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژي سرپرست آمر ښاغلي انجينر صبغت الله رحمتزي د يادې پروژې د پرانستې په مراسمو کې وويل چې د کابل پوهنتون موجوده داخلي شبکه غير معياري او د زياتو ستونزو درلودونکې ده نو له همدې امله مو د يادې شبکې د معياري کولو په موخه نقشه جوړه او د عملي کولو په موخه مو د افغان ټيلي کام مخابراتي شرکت سره د څه باندې یو مېلیون او څلور لکه افغانیو په بدل کې هوکړه ليک لاسليک کړ چې لله الحمد نن يې چارې عملا پيل شوې.

ښاغلي رحمتزي زياته کړه چې د يادې پروژي چارې به د يوې مياشتې په جريان کې بشپړې چې په تطبيق او ګټې اخيستنې سره به يې په ټول پوهنتون کې د انټرنټ د سرعت ستونزه حل او هره پوهنځۍ او څانګه به په مستقل ډول د معلوماتي ټکنالوژي آمريت سره وصل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳
Background image

د محتوا تولید سمینار ترسره شو

کابل پوهنتون د ارتباطاتو او ژورنالېزم  پوهنځي له لوري د دې پوهنځي د محصلینو لپاره د محتوا تولید تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار ترسره شو.

 یاد سمینار کې د مسلکي ټرینر له لوري د محتوا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۸:۴۳
Background image

د الکترونیکي لېږد را لېږد سيستم روزنیز ورکشاپ دایر شو

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د کابل پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ د آمریت په همغږۍ د الکترونیکي لېږد را لېږد یا برېښنايي مراسلاتو سیستم د ښه تطبیق په موخه یو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: