د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۶:۳۱
125

د کابل پوهنتون ټولنیزو علومو پوهنځي کې د افغانستان پېژندنې ماسټرۍ نوې برنامې د نصاب په اړه نظرونه واورېدل شول، د یادې برنامې د درسي مضامینو، مفرداتو او نصاب په اړه متخصصانو او کارپوهانو خپل نظریات او وړاندیزونه له مسئولینو سره شریک کړل.

پدغه غونډه کې د بهرنیو چارو، پوهنې، اطلاعات او فرهنګ وزارت د علومو اکاډمي او همدارنګه ښوونې او روزنې پوهنتون څېړونکو، کارپوهانو او د کابل پوهنتون د یادې رشتې اړوند پوهنځیو رئیسانو ګډون درلود.

غونډه د قرآن عظیم الشان په آیتونو پیل شوه، وروسته د ټولنیزو علومو پوهنځي استاد ښاغلي پوهاند عصمت الله عثماني د پوهنتون رئیس او راغلو مېلمنو له ګډون څخه د خوښۍ اومننې ترڅنګ د د دغه برنامې د ماسټرۍ رامنځ ته کیدو ته په اړتیا او ارزښت خبرې وکړې.

پدغه غونډه کې د کابل پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د موضوع اړوند خبرو کې د ټولنیزو علومو پوهنځي له هغه استادانو څخه هم مننه وکړه چې د ماسټرۍ په یاده برنامه کې هڅې کړې دي او یادونه یې وکړه، چې د لوړو زده کړو وزارت په څېړنو او علمي چارو پورې تړلی دی، د کابل پوهنتون هوډ لري تر څو د هیواد د مختلفوحوزو لکه د تاریخ په برخه کې متخصص، څېړونکي کادرونه وروزي.

وروسته د اوبو او انرژۍ وزارت ارشد مشاور ښاغلي داکتر فاروق اعظم د ماسټرۍ د یادې برنامې د رامنځ ته کېدو د اړتیا تر څنګ ټینګار وکړ چې نوموړې کړنه ځکه ارزښتناکه ده، چې په یاده برنامه کې د افغانستان د ټولنې د جوړښت په اړه علمي څیړنې تر سره  کیږي.

د یادې غونډې په وروستیو کې د ماسټرۍ یادې برنامې د نصاب او مفرداتو په اړه ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل، چې د مؤظفې کمېټې لخوا یاداښت شول ترڅو د یاد نصاب په برابرولو کې ترېنه ګټه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: