د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي غونډه وشوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۴ - ۹:۵۸
shorai elmi

د کابل پوهنتون د علمی شورا نوبتي غونډه پر سه شنبه د روان کال د کب پر درېمه وشوه، په نوموړې غونډه کې چې د کابل پوهنتون د رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز په مشرۍ او د پوهنتون د مرستیالانو په ګډون جوړه شوې وه، د درسونو پېلېدا ته پر چمتووالي، د استادانو دګومارنې لپاره د بستونو پر اعلام، د یو شمېر استادانو پر ترفېع، انفکاک او د علمي رتبو پر تثبیت او د اجنډا اړوند نور مسالو خبرې وشوې.

د کابل پوهنتون رییس ښاغلي ډاکټر اسامه عزیز د دیني او کلتوري ارزښتونو په پامنیوي درسونو ته پر چمتوالي او د درسونو د کیفیت په برخه کې د استادانو او د پوهنځيو د مسوولینو پر پاملرنې ټينګار وکړ.

ښاغلي عزیز زیاته کړه د پوهنتون رهبري هڅه کوي چې د پخوا په څېر د ځوانانو او هېوادوالو په خدمت کې وي او د ښه کیفیت د وړاندې کونې له لارې په دې برخه کې هڅې وکړي. نوموړي همدارنګه د لوړو زده کړو د وزارت مننه هم وکړه چې د نويو کادري بستونو د اعلام له لارې یې د خدمت ښه فرصت برابر کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۳۴
Background image

د نشراتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو

د نشراتي چارو کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو، د رسنیزو فعالیتونو معیاري کولو او د علمي او اکاډمیکو فعالیتونو اغېزناک انعکاس په موخه د کابل پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو امریت له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۳۵
Background image

د فوق لیسانس برنامو د پالیسۍ سند د تشرېح ناسته ترسره شوه

د کابل پوهنتون د فوق لیسانس برنامو د انسجام امریت له لوري د دغه پوهنتون د پوهنځیو رئیسانو، د فوق لیسانس برنامو واجد شرایطو استادانو، د امارتي پوهنتونونو استادانو، د پولیسو اکاډمۍ د فوق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۲۷
Background image

د پوهنتون رهبرۍد ممتازه محصلانو سره ګډه ناسته ترسره کړه

د محصلانو د تحصيلي، اداري او خدماتي چارو د لا سمون او د دوی د هڅونې په موخه، د کابل پوهنتون ښاغلي رئيس او ښاغلو مرستيالانو د دې پوهنتون د ټولو پوهنځیو له قدرمنو ممتازو محصلینو، د لیلیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: