د کابل پوهنتون د تجدید وړ انرژیو لابراتوار (KUREL)
KUREL په افغانستان کې د تجدید وړ انرژیو او د انرژۍ د مؤثریت لومړنی او تر ټولو مجهز لابراتوار دی چې د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ، د انرژۍ انجنیرۍ په ډیپارټمنټ کې دی.
KUREL د څېړنې او د انجنیرۍ د مشارکت خدماتو ادارې (EPRSO) له خوا اداره کېږي چې دا یو غیر دولتي، خپلواک او غیر انتفاعي سازمان دی چې د افغانستان په اقتصاد وزارت کې ثبت دی.
لرلید
یو خپلواک افغانستان چې برق او ګرما ته د انرژۍ مډرنو خدماتو له لارې لاسرسی ولري.
دنده
- د انرژۍ علومو په برخه کې د دولتي او خصوصي سکټورونو د ستونزو هوارول، د انرژۍ انجنیري، د انرژۍ تجارت او د انرژۍ سیاستونه.
- د څېړنو او انتشاراتو له لارې د انرژۍ انجنیرۍ د اطلاعاتو خپرول.
زموږ خدمتونه
- KUREL د انرژۍ انجنیرۍ ډیپارټمنټ اصلي لابراتوار دی، چېرې چې پکې د انرژۍ انجنیرۍ محصلین دا فرصت لري څو د انرژۍ تجهیزات او واقعي سیستمونه وویني او عملي تجربې ترسره کړي.
- د سرټیفیکېټ صادرول، د کړنو درجه بندي او د تجدید وړ انرژیو د سیستمونو او د داخلي تولید شوې انرژۍ او یا هم وارد شوې انرژۍ موثرو سیستمونو ته په مارکېټ کې د سټنډرډونو جوړول.
- دولتي ارګانونو ته د تخنیکي خدماتو وړاندې کول،
- د تجدید وړ انرژیو انجنیرانو، ټېکنېشنانو، د تجدید وړ انرژۍ د پروژو عملي کوونکو، او د انرژۍ د موثریت متخصصانو د ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د سرټیفیکېټونو ورکول،
بنسټ ایښېدونکی او همکاران
- د KUREL د نړیوال پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو ادارې (USAID) له خوا ایښودل شوی.
- د افغانستان د کلیو د پراختیا لپاره د افغانستان د پایدارې انرژۍ برنامه (ASERD) د دې لابراتوار یو له همکارانو او ملاتړ کوونکو څخه د.
- د چک جمهوریت هم په افغانستان کې د پایدارې انرژۍ د ملاتړ په موخه په خپل مالي ملاتړ د تجدید وړ انرژۍ وسایل او د چاپېریال ساتنې آزمایشي تجهیزات دې لابراتوار ته برابر کړل.
- د سلواک جمهوریت د دې لپاره چې KUREL دې په افغانستان او سیمه کې د تجدید وړ انرژیو په برخه کې یو سټنډرډ لابراتوار ته واوړي لویه مرستې کړي. دا مرستې د سلواک د ودې د نړیوالې همکارۍ ادارې له خوا داره کېږي.
- په کابل يوهنتون کې د سلواک د مرستې په لومړۍ پروژه کې، په KUREL کې د افغانستان د تجدید وړ انرژیو لپاره یو ښوونیز مرکز (TCRENAF) جوړ شو. دا مرکز د Solar Photovoltaic او Solar Thermal په ترټولو نویو ټکنالوژیو سمبال دی چې د ښوونې لپاره کارېږي.
- په SAMRS / 2019 / AFG / 01/01 کې، د کابل پوهنتون دوه استادانو په سلواک کې د لمریزې انرژۍ د منابعو په هکله وروزل شول.
د شبیه جوړونې واحدونه
- د فوتوولتائیک د شبیه جوړونې واحد
د فتوولتائیک د شبیه جوړونې واحد، "EESFC"، هغو تجهیزاتو کې شاملېږي چې په مستقیمه توګه برېښنا ته د لمر د بدلېدلو شبیه جوړونه کړي. د شبیه جوړونې دا واحد د SCADA له سافټ ویر څخه کار اخلي.
![]()
- د فوتوترمل د شبیه جوړونې واحد
د فوتوترمل د شبیه جوړونې واحد ، "EESTC"، هغه تجهیزات پکې شاملېږي چې په مستقیمه توګه حرارت ته د لمر د بدلېلو شبیه جوړونه کوي. د شبیه جوړونې دا واحد د SCADA له سافټویر څخه کار اخلي.
![]()
د لمریز پمپ د شبیه جوړونې واحد، "SAPUC"، هغه تجهیزات پکې شاملېږي چې په مستقیمه توګه د لمر د وړانګو بدلول برق ته او بیا له څاه څخه د اوبو د پمپولو شبيه جوړونه کوي.
![]()
- د بادي انرژۍ د شبیه جوړونې واحد
د بادي انرژۍ د شبیه جوړونې واحد، "EEEC"، هغه تجهیزات پکې شاملېږي چې د بادانرژۍ ته د برق انرژۍ د اړولو شبیه جوړونه کوي. د شبیه جوړونې دا واحد د SCADA له سافټ ویر څخه کار اخلي.
![]()