د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي تر منځ د علمی همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۳/۸ - ۱۲:۲۲
ku

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي او د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي ترمنځ د همکاریو د پراختیا هوکړه لیک د علمي، اداري، څېړنیزو او نورو اړوندو موضوعاتو په برخه کې لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک لویې موخې، چې د دواړو پوهنځیو د رییسانو له لوري لاسلیک شو، د بلخ پوهنتون د فارمسي پوهنځي د علمي کادر غړو د تواناييو لوړوالی، د ګډو همکاریو په ځانګړي توګه له لرې لارې یا HELMS  د تدریس غوره سیسټم د پلي کېدو څرنګوالی، د علمي او هدفمندو څېړنو تر سره کول، د علمي- څېړنیزو ګډو سمینارونو او کنفرانسو جوړول او د دوی په علمي خپرونو کې د دواړو بنسټونو د علمي کادر غړو مقالاتو خپرېدل یې لویې موخې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۹:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د کابل پوهنتون له فوق لیسانس برنامو څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلي شیخ مولوي نداء محمد ندیم، د کابل پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا برنامو له فعالیتونو څخه کتنه وکړه.

په دې لېدنه کې، ښاغلي وزیر د یوی غونډې په ترڅ کې د فوق. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۹:۵۶
Background image

د کابل پوهنتون رهبرۍ له ممتازو محصلینو سره ګډه ناسته وکړه

د کابل پوهنتون د رییس دوکتور اسامه عزیز په مشرۍ د کابل پوهنتون له ټولو پوهنځیو څخه پنځوس تنو ممتازو محصلینو سره نن د غبرګولي پر اته ویشتمه نېټه ګډه ناسته ترسره شوه.

په ناسته کې ممتازو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.