په کابل پوهنتون کې د کرونا ویروس په هکله معلومات او اړینې هڅې

شدید ګرم تنفسي سندروم – کروناو یروس-2 (SARS-CoV-2)، د کروناویریده کورنۍ اړوند نوی یو ویروس دی، چې په لومړي ځل په ۲۰۱۹ د چین په ووهان ښار کې و پېژندل شو او ۵ میاشتې وروسته په ټوله نړۍ کې په یوې ساري ناروغۍ بدل شو. SARS-CoV-2 يو پوښ لرونکی ویروس د RNA منفرد ځینځیر مثبت پولاریتي لرونکی دی.

دا ویروس حتی بې له ناروغي څخه یو کس څخه بل ته لېږديږي. د ویروس لېږ د ټولنې د وګړو په واسطه د ټولو ضرر لیدونکو ټولو لویو وچو له لارې ثابته شوې ده. د روغتیا نړۍ وال سازمان د ۲۰۲۱ ز د می ۲۲ نېټې د راپور پر بنسټ د دې مرض 166.492.198 پېښې او د دې مرض څخه 3.458.041 کسانو مړینه تائید شوې ده.

د کابل پوهنتون په کارمندانو او محصلینو کې د ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د کابل پوهنتون له لوري احتیاطي ګامونه:

کابل پوهنتون هڅه کوي تر څو د محصلینو لپاره د زده کړو فرصت او په مصوونه فضا کې د کارونو پرمخ وړل برابر کړي او پدې توګه لاندې وقایوي اقدامات پلان او پلي شوي دي:

  1. درسي ټولګي د کم شمېر محصلینو لپاره تنظیم شوي دي ( په ځینو څانګو کې لکه د ژبې د زده کړې ټولګي).
  2. هره ورځ درسي ودانۍ، کتابتون، لابراتوارونه او ټولګي غیر عفوني کيږي.
  3. د کارمندانو او محصلینو له لوري د ماسک کارول جبري دي.
  4. د انلاین کورسونو له لارې د زده کړو موقع او د استادانو له لوري درسي ويدیو ګانې ثبت شوي ترڅو د وګړو ترمنځ د نژدې تماس مخنیوی وشي.
  5. کابل پوهنتون د روغتیا وزارت سره په همغږي د واکسیناسیون ټیم بللی تر څو استادان، محصلین او کارکوونکي واکسین کړي.
  6. ټولې ناستې، اکاډمیک پرمختللي کورسونه او کنفرانسونه د پوهنتون په پرانیستې چاپېریال کې جوړیږي.

د کرونا ویروس څخه د ساتنې ۶ ساده مرحلې:

  1. په وار- وار خپل لاسونه ووینځۍ.

خپل لاسونه په وار- وار په عفوني ضد الکولو باندې لامده او یا یې په اوبو او صابون سره ووینځۍ.

  1. له سترګو، پزې او خولې سره د اړیکې مخنیوی وکړئ، ځکه په ویروس ککړ لاسونه مو سترګو، خولې او پزې ته ویروس لېږدوي.
  2. په ویروس د اخته کس د ټوخي او پرنجې پرمهال د خپریدونکي ویروس پروړاندې د ځان او نورو د ساتنې لپاره محافظتي ماسک وکاروئ.
  3. د ګڼې- ګوڼې له ځایونو او له هغو کسانو څخه، چې تبه او ټوخی لري له نژدې کېدو څخه ډډه وکړئ.
  4. که چېرې مو د ویروس نښې حس کړې په کور کې پاتې شئ.
  5. که مو په کور کې څوک مریض وي، د کورنۍ نور غړي باید له احتیاطي اقداماتو لکه ماسک وکاروي تر څو د ویروس د لېږد مخنیوی وشي.
  6. د دې ویروس په هکله وروستي معلومات د معتبرو ویب پاڼو لکه د روغتیا نړۍ وال سازمان یا خپلو معتبره سیمه ییزو رسنیزو سرچینو څخه تر لاسه کړئ.
  7. د امکان په صورت کې د کرونا واکسیون وکړئ.

ستاسو د روغتیا په هیله

گالری رسانه

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه:

په کابل پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو د بهاري سمسټر نهایي آزموینې په پوره شفافیت او مناسب چاپیریال کې دوام لري، د مسوولینو په وینا د آزموینې شفافیت په موخه یې کمېټه جوړه کړې، ترڅو آزموینې په سمه او معیاري بڼه ترسره شي. نور حال د نشراتو آمریت له لو

د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي له رئیس پوهنمل صفي الله جوهر سره ځانګړې مرکه؛ په دې مرکه کې د یاد پوهنځي په ارزښت، فعالیتونو او په هېواد کې د کرنیز سکټور په ودې او اصلاحاتو مهمې خبرې او بحث شوی.

د سینګاپور هېواد څخه راغلي مېلمه استاد ډاکټر Dr. Edmund Chow اېډمنډ چاو له لوري د هنرونو پوهنځي د تیاتر ډیپارټمنټ محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد. د تیاتر په برخه کې د تمثیلي پارچو وړاندې کولو او داستان لیکنې برخه کې محصلینو ته درې ورځنی ورکشاپ

د استعمال شوو اوبو د تصفیې سیستم له دېرش کاله وقفې وروسته بیا فعال شو، چې د پوهنتون په انګړ کې د شاوخوا شپېته جریبه شنې ساحې په خړوبولو کې به ترې کار اخیستل کېږي. بشپړ راپور د نشراتو آمریت له لوري په چمتو شوي ویډیویي راپور کې کتلی شئ.