په کابل پوهنتون کې د کابل ښار او ولسوالیو د ښوونکو او اداري کارکوونکو د بستونو از موینه واخیستل شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۲/۱۰ - ۹:۲۷
exam

د کابل ښار او ولسوالیو د معارف ریاست د ښوونکو او اداري کارکوونکو بستونو ازموینه د ښوونې او روزنې وزیر شیخ نورالله منیر، د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش، د کابل پوهنتون علمي مرستیال پوهاند محمد شفیع شریفي او د اداري اصلاحاتو د ادارې رییس مولوي عبدالحنان عارف په ګ‌‌‌‌‌‌ډون په کابل پوهنتون کې واخیستل شوه.

پدې غون‌‌‌‌‌‌‌ډه کې د ښوونې وزیر د ازموینې په څرنګوالي خبرې وکړې او د ازموینو ملي او اداري اصلاحاتو ادارې څخه یې وغوښتل تر څو د ازموینې بهیر په رڼه توګه پرمخ یوسي او پدې بهیر کې عدالت په پام کې ونیسي.

ورورسته د ازموینو ملي ادارې رییس پوهاند عبدالقدیر خموش وویل، چې د دې ازموینو بنسټ روڼتیا او عدالت تشکیلوي او سیسټم په داسې ‌‌‌‌‌‌ډول جوړ شوی دی، چې په هغه کې هېڅ ‌‌‌‌‌‌ډول جعل، تقلب او تزویر نفوذ نشي کولای او له دې اړخه د ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي په پوره ‌‌‌‌‌‌ډول ‌‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسي او یواځې د بریالیتوب معیار وړتیا، پوهه او توانايي ده.

همدارنګه د اداري اصلاحاتو د تعییناتو د بورد رییس محمد یوسف غزنوي پدې ازموینه کې په روڼتیا د تاکید ترڅنګ یې وویل، چې د دندې موندل یوه مهمه مسئله ده او مونږ هیله لرو، چې په دولتي ادارو کې د متقاضیانو لپاره زیات کار وسي.

پدې ازموینه کې 1803 بستونه سیالي ته وړاندې شوي، چې په هغه کې 14631 کسانو په خپلو منځونو کې ورته سیالي کوي او له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه 5748 تنه ښځينه او پاتې نور یې ذکور دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

د جدید الشمول محصلانو ښه راغلاستغونډه ترسره شو

کابل پوهنتون ته په ١٤٠٤ش کال کې د نویو جذب شویو محصلینو د ښه راغلاست غونډه ترسره شوه، چې په کې د لوړو زده کړو محترم وزیر، د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، استادانو او محصلینو ګډون وکړ.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۶
Background image

د حقوقي ستاژرانو فراغتغونډه تر سره شوه

د کابل پوهنتون د حقوقي زده کړو ملي مرکز د حقوقي ستاژ څوارلسمې دورې (۷۶) محصلین د تخصص په کچه فارغ کړل، چې پکې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون رهبرۍ ، عدلیې وزارت، سترې محکمې استازو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۰:۴۸
Background image

د طبیعي علومو نړیوال ژورنال نوې ګڼه پرلیکه شوه

د کابل پوهنتون د مجلو او ژورنالونو آمریت ویاړي چې د طبیعي علومو نړیوال ژورنال (Journal of Natural Science Review) د ۲۰۲۵م کال درېیمه ګڼه يې پرلیکه کړه.

په دې ګڼه کې د کورنیو او بهرنیو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: