په کابل پوهنتون کې د څېړنې میتود او د شمېرې تحلیل سمینار جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۱/۴/۴ - ۱۶:۳۹
seminar

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو امریت له لوري د دې پوهنتون ۵۰ تنو ځوانو استادانو لپاره د څېړنې میتود او د شمېرو تحلیل تر عنوان لاندې پنځه ورځينۍ علمي سمینار جوړ شو.

د دې سمینار په پرانیسته کې لومړی د پوهنتون مرستیال پوهنمل محمد شفیع شریفي خبرې وکړې او په علمي او اکاډمیکو بنسټونو کې یې د څېړنو او څېړنیزو کارونو په ارزښت رڼا واچوله او تاکید یې وکړ، چې پوهنتون له څېړنې پرته د بې روحه بدن په څېر دی او مونږ باید ښوونه او زده کړه په پوهنتونونو کې د څېړنې له لارې پراخه کړو. پوهاند شریفي د دې سمینار له تنظیموونکو څخه د مننې او ستاینې په لړ کې په پوهنتون کې د دا ډول سمینارونو او ورکشاپونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

همدارنګه پدې غونډه کې د کابل پوهنتون د علمي څېړنو امر ښاغلي پوهنمل ولي محمد سالاري د دې سمینار انګېزه او موخه او اهمیت په هکله یې ګډونوالو ته رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د هرې ستونزې حل څېړنه ده او باید دا کار په پوهنتون کې بنسټیز شي او څېړنیز کارونه تر سره شي.

د پرانیستې برخې د ویناوالو څخه وروسته، پوهنوال ډاکټر اسدالله صمدي د پروګرام په هکله عمومي معلومات ورکړل او د دې سمینار موخې او مقاصد یې په هر اړخیز ډول بیان کړل او پدې توګه په عملي ډول سمینار پیل شو او په پام کې ده تر پنځو ورځو به دوام ومومي او په پای کې به ګډون کوونکو ته تصدیق پاڼې وویشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۳۹
Background image

د محصلينو ظرفیت لوړونې برنامې پیل شوې

د کابل پوهنتون د محصلینو د ظرفیت لوړولو په موخه بېلابېلې وړیا روزنیزې برنامې پیل شوې.

په دغو برنامو کې د ژبو، کمپیوټري زده‌کړو، ویناوالۍ، شغلي مهارتونو، د څېړنې میتودونه، خطاطۍ، SPSS. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: