په کابل پوهنتون کې د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو په اړه د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو

tariq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۷ - ۱۰:۲۸
32

نن دوشنبې د روان کال مرغومي میاشتې په ۵ مه نېټه د پوهنتون د مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، دیپارتمنتونو د آمرینو، د پوهنځیو د تضمین کیفیت کمېټو مسئولینو او همدارنګه د پوهنتون اداري څانګو د آمرینو په حضور کې د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو د سند د ساتلو په اړه د پوهاوي ورکشاپ ترسره شو.

ددغه ورکشاپ موخه د تضمین کیفیت د نویو چک لېستونو او د اعتبار ورکولو سند ساتنې د جزیاتو په اړه د ګډونوالو بلدتیا او ظرفیت لوړول دي. دغه ورکشاپ د کابل پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت لخوا په لاره اچول شوی چې څلور ورځې به ادامه وکړي.

پدې ورکشاپ کې د کابل پوهنتون څلور تنه استادان چې د تضمین کیفیت په برخه کې لوړه پوهه لري د روزونکو په توګه به ګډونوالو ته د تضمین کیفیت پروسې په اړه معلومات ورکړي. د یادونې وړ ده چې د دغه ورکشاپ لومړۍ دوه ورځې به نظري او وروستۍ دوه ورځې به یې عملي  وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: