لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی غواړي چې د هېواد په کچه او نړیواله کچه د هنر د لوړو زده کړو تر ټولو معتبره سرچینه وپېژندل شي او د ملي فرهنګي ـ هنري لرغوني هویت د ساتنې، ودې او پرمختګ په برخه کې اغېزمن او مهم رول ولوبوي، څو د ټولنې د معاصرې اړتیاوو د پوره کولو وړتیا ولري.

مأموریت:

د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځی ژمن دی چې د معیاري تدریس، علمي څېړنو، نوښت، او د عصري ټکنالوژۍ د کارونې له لارې په هنر کې متعهد، خلاق، نوښتګر او مسلکي کادرونه وروزي. دغه پوهنځی هڅه کوي چې د اغېزمن بصري ارتباط له لارې د ادارو او افرادو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي او د ټولنې د هنري ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي. دا بهیر د اسلامي ارزښتونو، د هېواد نافذه قوانینو، مسلکي اخلاقو او د زمانې د اړتیاوو په رعایت پر مخ وړل کېږي.

ارزښتونه:

د کابل پوهنتون د ښکليو هنرونو پوهنځی، چې په هېواد کې یو بااعتباره علمي او هنري بنسټ دی، ځان د لاندې ارزښتونو په رعایت او تحقق مکلف او ژمن ګڼي:

  • د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق د تعلیمي سیستم پلي کول او پیاوړتیا.
  • د افغانستان د اصیل فرهنګي هویت ساتنه، ترویج او پاسداري.
  • د ملي ارزښتونو په توګه د محلي هنرونو او دودیزو سنتونو ملاتړ، پراختیا او وده.
  • د قانون‌محورۍ، مسئولیت‌پذیرۍ، نظم او دسپلین پر بنسټ عمل.
  •  د لوړو زده کړو وزارت د علمي او اداري پالیسیو، رهنمودونو او معیارونو بشپړ تطبیق.
  •  د استادانو، محصلانو او کارکوونکو ترمنځ د خوندي، محترمانه او مسلکي تعامل زمینه برابرول.
  •  د مسلکي اخلاقو، متقابل درناوي او مسئولیت‌پذیرۍ التزام په ټولو چارو کې.
  • په اداري او تعلیمي برخو کې عدالت، شفافیت او روڼتیا.
  • سالم، اغېزمن، مؤثر او ځواب ویونکی رهبري او مدیریت د شفافیت، حساب‌دهۍ او واقعي ځواب ورکولو پر بنسټ.
  • د وطن‌دوستۍ، خدمت‌ګذارۍ او ټولنیز مسئولیت روحيې پیاوړتیا، او د افغانستان د هنر، فرهنګ او پوهې د ارتقا لپاره ژمنتیا.
  • د فساد پر ضد مبارزه او د صداقت، شفافیت او ملي مسئولیت‌پذیرۍ فرهنګ ترویج؛ د سالم چاپېریال رامنځته کول او د هر ډول اخلاقي او اداري سرغړونې مخنیوی.
  • د علمي نظریاتو، باورونو او رغنده لیدلورو احترام، او د علمي بحث، سالم انتقاد او مسلکي نظریو تبادلې فرهنګ پیاوړتیا.
  • د ځان‌پوهۍ، شخصي وده، د علمي، هنري او مسلکي ظرفیتونو لوړولو او د دوامداره زده‌کړې فرهنګ تقویه.
  • د نصاب پراختیا، د نوو تعلیمي تګلارو پلي کول، او د عصري ټکنالوژۍ او معاصرې طریقې کارول د ملي او ديني ارزښتونو په نظر کې نیولو سره.
  • د علمي زیربناوو لکه کتابتون پیاوړتیا او د ځانګړو سرچینو برابرول د څېړنو او زده کړو ملاتړ لپاره؛ همدارنګه له داخلي او خارجي بنسټونو سره د علمي اړیکو پراختیا.
  • د عصري، اغېزمنو او پایلو محوره اداري جوړښتونو رامنځته کول د خدماتو د ښه والي لپاره.
  •  د تعلیمي، تحقیقي او اداري خدماتو په کیفیت، اغېزمنتیا او حقیقي پایلو تمرکز.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: