لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د متخصصو، نوښتګرو او د اسلامي او ملي ارزښتونو پر وړاندې ژمنو کادرونو روزنه، د ټولنې او د کار بازار اړتیاوو ته په کتو د ټولنیزو علومو د پوهې پراختیا، او د ټولنیزو علومو پوهنځی د ملي، سیمه‌ییز او نړیوال معتبر علمي بنسټ په توګه لوړول، په ځانګړي ډول د افغانستان‌پېژندنې د مطالعاتو او څېړنو په برخه کې.

ماموریت:

د ټولنیزو علومو پوهنځی د کابل پوهنتون د یوه معتبر علمي او څېړنیز بنسټ په توګه، د علمي، مسلکي او تخنیکي ظرفیتونو لوړول، د علمي او اداري کادرونو روزنه، او د تاریخ، فلسفې، ټولنپوهنې، لرغونپوهنې او بشرپوهنې په برخو کې د متخصصو کادرونو روزنه د ټولنې د اړتیاوو پر بنسټ ترسره کوي. دغه راز د افغاني ټولنې د اصیل فرهنګ د ودې او ترویج لپاره د علمي څېړنو او د خدمتونو د وړاندې کولو له لارې هڅې کوي.

د پوهنځي محوري ارزښتونه:

۱. د اسلامي، انساني او ملي ارزښتونو درناوی او ژمنتیا

۲.د ټولنې علمي اړتیاوو ته ځواب ویل او نړیوالو بدلونونو ته پاملرنه

۳. په نړیواله کچه علمي اعتبار لرل

۴. په لوړ کیفیت د ښوونیزو، څېړنیزو، ټکنالوژیکي او مشورتي خدمتونو وړاندې کول

۵. د انساني ځواک د کرامت او ارزښت ساتنه

۶. د علمي سیالۍ روحيې پیاوړتیا

۷. د نړیوالو علمي اړیکو او تبادلو پراختیا

۸. د محصلانو سره هدفمند او دوامداره اړیکې

۹. د خلاقیت او علمي نوښت روحيې پیاوړتیا او نهادینه کول

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: