لید لوری، مأموریت او موخې

لیدلوری:

د غذایي موادو ټکنالوژۍ په برخه کې د نظري پوهې او عملي مهارتونو سمبال مسلکي کادرونو روزنه، ترڅو د ملک د خوړو خوندیتوب پیاوړی، د خوړو کیفیت لوړ، تولیدي موثریت زیات، او د خوړو د تولید، پروسس، عرضې او د کیفیت کنټرول په ټولو پړاوونو کې پایښت تضمین شي.

مأموریت:

د لیسانس په کچه د معیاري زده‌کړو، باکیفیته تدریس، تطبیقي او عملي څېړنو لپاره د مناسب علمي چاپېریال برابرول، ترڅو د غذایي موادو تکنالوژۍ په برخه کې ژمن، مسلکي او ځوان متخصصین وروزل شي، د اسلامي او داخلي ارزښتونو په رعایت سره د ملک علمي او عملي ظرفیتونه پیاوړي شي، نوښت ته وده ورکړل شي، دوامداره پرمختګ تأمین او د یوې هوسا او عصري ټولنې د جوړېدو لپاره اغېزمنه ونډه واخیستل شي.

موخې:

د ټولنې او بازار د غوښتنو په اساس د کرنې د متخصصینو روزنه، ترڅو د هیواد د کرنې د سکټور په وده کې ګټور تمام شي او په تخصصي توګه د کرنې په سکټور کې له ټولنې سره مرسته وکړي.

د لېسانس او ماسټرۍ په کچه د کرنې د متخصصینو د هغو پروګرامونو پراختیا چې د علمي پرمختګونو سره همغږي ولري.

د کرنيزو ستونزو د حل او په هېواد کې د خوراکي توکو د خونديتوب د ډاډ په موخه د علمي څېړنو ترسره کول.

د ملي او نړيوالو پوهنتونونو د کرنې له پوهنځیو سره د ماموریتي فعاليتونو، کنفرانسونو، سيمينارونو، ورکشاپونو، ګډو پروژو او د مهارتونو د تبادلې په موخه همغږي او د علمي څېړنيزو همکاريو رامنځته کول.

د کتابونو او علمي آثارو تالیف او ژباړل، په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې د څیړنیزو مقالو خپرول، د علمي او مسلکي سیمینارونو او ورکشاپونو چمتو کول او د کرنې او مالدارۍ سکټور علاقه مندانو او اړو خلکو ته د ګټې رسیدو په موخه نور علمي فعالیتونه تر سره کول.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: