د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په سمینار کې ګډونوالو ته د کتابتون مدیریت د اصولو او د LCC  سیسټم کټلاګ جوړونې اړوند مسلکي درسونه ورکړل شول، همدارنګه د مرکزي کتابتون د ماخذونو، مونوګرافونو، مجلو او توزیع څانګو اړوند په نظري او عملي ډول معلومات وړاندې شول.

د سمینار په پای کې د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنځيو د کتابتونونو د لا معیاري کولو په موخه یو لړ اړین موضوعات هم له ګډونوالو سره شریک شول.

کابل پوهنتون دا مهال يو مرکزي کتابتون لري چې د بېلا بېلو علومو اړوند شاوخوا يوسلو او پنځو زره چاپي مواد په کې شتون لري، همدارنګه په ځانګړو رشتو کې ۲۸ فرعي کتابتونونه هم لري. د دې کتابتونونو چارې د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونيت لخوا سنباليږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۲:۱۲
Background image

د «اېپسټینیزم نړیوالې شبکې فعالیتونو ته کتنه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو

په دغه سمینار کې د جفري اېپسټین د قضیې اړوند نړیوالې شبکې، فعالیتونه او بشري، اخلاقي او ټولنیز اړخونه وڅېړل شول. ویناوالو د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري، له هغوی څخه د ناوړه ګټې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د مقالې غوښتنه

په افغانستان کې د درملیزې معالجې علمي کنفرانس: اوسنی وضعیت او راتلونکی لیدلوری

دا کنفرانس د کابل پوهنتون له لوري ترسره کېږي. د طبي-فارمسي علومو متخصصینو ته بلنه ورکول کېږي چې خپلې علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د پوهنتون کارکوونکو لپاره د اداري مهارتونو ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د کارکوونکو چارو امریت له لوري د اداري اصولو او مهارتونو د زده کړې تر سرلیک لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ د نويو ګمارل شوو اداري کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: