د کابل پوهنتون مشرتابه د استادانو او زده کړیالانو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه د بالاحصار له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۱۱:۳۶
تصویر

د کابل پوهنتون رئیس او ورسره پلاوي د روان کال د وږي میاشتې په ۲۷ مه نېټه ددغه علمي بنسټ د استادانو او زده کړیالانو د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه د کابل بالاحصار له لرغونې سیمې څخه لیدنه وکړه او د نوموړې سیمې د بیارغونې پروژې له مسوولینو سره یې خبرې وکړې.

پدې لیدنه کې د بالاحصار د بیارغونې پروژې عمومي مسوول دکتور آرش بوستاني، د اسلامي دورې متخصص دکتور علي شجاعي او د تاریخي دورې متخصص دکتور بابک رفیعي دکابل پوهنتون رهبري ته ددې لرغونې سیمې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز ددغه معلوماتو ارزښت ته په اشارې سره وویل چې د تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه موږ د هېواد له تاریخي آثارو سره آشنا کوي او زیاته یې کړه چې د کابل پوهنتون چمتو دی تر څو د بالاحصار د کیندلو په برخه کې د بالاحصار له مسوولینو سره د پوهنتون د زده کړیالانو په واسطه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده چې همدا مهال د کابل پوهنتون د انجینری او ټولنیزو علومو د پوهنځیو ۲۰ تنه زده کړیالان د بالاحصار د کیندلو او بیارغونې له پروژې سره عملا په کار بوخت دي.

د کابل دبالاحصار د تاریخي سیمې قدامت له پینځمې میلادي پېړۍ څخه را شروع کېږي د افغان لرغونپوهانو په وینا ددې کلا تاريخ تر اسلام مخکې دی چې د شېر غره په لمنه کې د کابل ښار په جنوب شرقي برخه کې موقعیت لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۴۲
Background image

د بهرنيو چارو وزير محصلينو ته وينا وکړه

په کابل پوهنتون کې د محصلينو په اصلاحي سيمينار کې د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزير ښاغلي امیرخان متقي محصلينو ته د ا.ا.ا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسۍ او لاسته راوړنو په اړه وينا وکړه.

نوموړي اسلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محصلينو ته د شريعت پر مقاصدو وينا وکړه

د کابل پوهنتون او د مرکزي زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو شاوخوا زر تنو محصلینو ته د اصلاحي سيمينار په لړ کې، د ا.ا.ا د لوړو زده کړو محترم وزير شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وينا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

د څو پوهنتونونو استادانو ته د مسلکي ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل شو

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي له لوري د هېواد د شلو پوهنتونونو د استادانو لپاره د فزيک په برخه کې د مسلکي ظرفیت لوړونې ورکشاپ پيل شو. ياد ورکشاپ د استادانو د علمي او عملي وړتياوو د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: