د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي پواسطه د طب او فارمسي ورستیو څیړنو لومړی کنفرانس ترسره شو

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۶ - ۱۳:۲۷
32156

نوموړی کنفرانس د روان کال لیندۍ میاشتې په ۵ نېټه ددې پوهنځي د څیړنې کمېټې په نوښت د کابل پوهنتون امام قتیبه (رح) په تالار کې ترسره شو.

په دې کنفرانس کې د رهبرۍ هیئت، د کابل پوهنتون پوهنځیو رئیسانو او استادانو، د عامې روغتیا وزارت، د افغانستان د غذا او درملو ملي ادارې، د افغانستان ستندرد ملي ادارې، د ممیزو، سبزیجاتو، میوه جاتو، او د افغانستان طبي بوټو د صادراتو پراختیا ادارې، د امارتي لوړو زده کړودولتي او خصوصي بنسټونو، طب او فارمسي پوهنځیو او ټولو ښکېلو بنسټونو استازو برخه اخیستې وه.

د کنفرانس په پیل کې د فارمسي پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال آقا محمد ژکفر د کنفرانس په اړ او د کنفرانس لپاره د څیړنیزو مقالاتو غوره کېدو په اړه وضاحت ورکړ. او زیاته یې کړه؛ چې د فارمسي پوهنځی چمتو دی؛ ترڅو هرکال دې ته ورته کنفرانسونه ترسره کړي، وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز پخپلو خبرو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي استادانو د عملي څیړنو ترسره کول چې د پوهنتون اساسي رکن شمېرل کیږي ستاینه و کړه او هغوی یې هڅول.

وروسته د کابل پوهنتون علمي څیړنو مرستیال ښاغلي دوکتور حامد سالاري خبرې وکړې او دکابل پوهنتون د څیړنو بنسټیز کولو لپاره د نویو کړنلارو ژمنه وکړه. د افغانستان اکاډمي علومو مرستیال په پخپلو خبرو کې ددې سمینارونو ستاینه وکړه او هغه یې ګټور یاد کړ. په دې کنفرانس کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي او همدارنګه د طب، بلخ او غالب پوهنتون استادانو او محصلینو ۱۱څیړنیزې مقالې وړاندې کړې چې د ګډونوالو د خوښې وړ و ګرځېدې، نوموی کنفرانس د علمي مقالو وړاندې کوونکو او د کنفرانس علمي کمېټې غړو باندې  د ستاینلیکونو او تصدیق پاڼو  له وېشلو وروسته په دعایه پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم