د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

tariq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۱۴:۱۴
316

د کابل پوهنتون علمي شورا غونډه دروان کال  چنګاښ میاشتې په 27 نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.

د دې غونډې په پرانیسته کې د پوهنتون رئیس ښاغلي دکتور اسامه عزیز په بریالي توګه د پسرلني سمستر آزموینو په پای ته رسېدو، د درسونو په بیا پیلېدو او د پوهنتون د تشکیلاتو په زیاتوالي خبرې وکړې او همدارنګه  د خوست شیخ زاهد پوهنتون له خوا په ترسره شوي درې ورځني سمپوزیم کې د کابل پوهنتون استادانو فعاله ونډه او مثبت رول لرلو په اړه خبرې وکړې او هغه یې غوره یاد کړ.

په یاده غونډه کې د اجنډاء مطابق په تحصیلي او علمي قضیو له جملې: په اروا پوهنه پوهنځي کې د عمومي اروا پوهنې ماسترۍ برنامې رامنځ ته کېدل، په ځمکپوهنه پوهنځي کې د هایدرولوژي ماستري برنامې رامنځ ته کېدل، په عامه اداره او پالیسي پوهنځي کې د شپې برنامې رامنځ ته کېدل، د فرهنګي کمټې د نوي مسؤل ټاکل، د ستراژیک پلان کمیټې رامنځ ته کېدل،  ۱۷ د ګمارنې، ۳ د ترفیع او ۱ موضوع د استادانو علمي رتبو تثبیت په اړه د علمي شورا غړو ترمنځ نظرونه تبادله شول او د قوانینو او مقرراتو سره سم د هغوی په اړه پریکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د محصلينو لخوا د وړاندې شوو نوښتونو لړئ _ ٦

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړيوال نندارتون کې، د کابل پوهنتون له غرفې څخه کتنه وکړئ او د محصلينو فعاليتونه له نږدې وګورئ.

پته: د کابل نړيوال نندارتون، حضوري چمن، کابل
نېټه: د اسد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۶
Background image

د محصلينو لخوا د وړاندې شوو نوښتونو لړئ _ ٥

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړيوال نندارتون کې، د کابل پوهنتون له غرفې څخه کتنه وکړئ او د محصلينو فعاليتونه له نږدې وګورئ.

پته: د کابل نړيوال نندارتون، حضوري چمن، کابل
نېټه: د اسد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۲:۱
Background image

د محصلينو لخوا د وړاندې شوو نوښتونو لړئ _ ٤

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نړيوال نندارتون کې، د کابل پوهنتون له غرفې څخه کتنه وکړئ او د محصلينو فعاليتونه له نږدې وګورئ.

پته: د کابل نړيوال نندارتون، حضوري چمن، کابل
نېټه: د اسد. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: