د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو په پوهنځي کې د پسرلني سمسټر هنري نندارتون جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۶:۳۸
nemayeshgah

دا هنري نندارتون د کابل پوهنتون د پسرلني سمسټر او د ښکلو هنرونو د پوهنځي د غوره پېژندنې په موخه د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیر خواه، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي اسامه عزیز ، د ملي را‌‌‌‌‌‌ډیو ټلویزیون لوی رییس احمد الله وثیق، د افغانستان ملي بانک رییس ښاغلي شاکر جلالي، هنرمندانو، استادانو او محصلینو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون پدې پوهنځي کې جوړ شو.

د دې نندارتون په پرانیسته کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دکتور اسامه عزیز د دې غون‌‌‌‌‌‌ډې میلمنو او جوړوونکو څخه د مننې ترڅنګ یې د اسلام له نظره د هنر په ارزښت او ځای باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه ، چې هنر زمونږ د ملي او اسلامي ارزښتونو د تر لاسه کولو يوه ښه وسیله ده او مونږ باید له هغې څخه غوره ګټه پورته کړو او دا مسئله د دې ښکارندویي کوي، چې مونږ تر پخوا زیات د ښکلو هنرونو  پوهنځي څخه ملاتړ  او پياوړی کړو او د کابل پوهنتون رهبري او د لوړو زده کړو وزارت پدې برخه کې له یاد پوهنځي څخه ملاتړ ته متعهد دي. 

د کابل پوهنتون رییس په ورته مهال هیله وښوده، چې له اطلاعاتو او کلتور وزارت، ملي را‌‌‌‌‌‌ډيو تلویزیون، کابل ښاروالي او همدارنګه له اړوندو لورو سره د ښکلو هنرونو پوهنځي اړیکې په سمه او منظمه توګه وي تر څو دا ادارې د دې پوهنځي له لاسته راوړنو څخه د عامه ذهنونو د روزنې او د ملي او اسلامي ارزښتونو  په غوره انعکاس کې ورڅخه ګټه پورته کړي. 

پدې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي لطف الله خیرخواه هم د هنر او په اسلام کې د هغه ځای او مقام باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې اسلامي ارزښتونه هنر مني په ځانګړي توګه د اسلام تاریخ په عمران کې په غوره توګه يې په جوړونه او جوړېدنه کې ترې ګټه پورته شوې ده، چې مونږ د هنر له مثبتو زاویو څخه د خپل اسلامي او ملي اصیل کلتور په دودولو  کې ورڅخه ګټه پورته کړو او دا زمونږ ملي او اسلامي رسالت دی او په ورته وخت کې زمونږ دنده ده، چې له خپل هنري لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي څخه ملاتړ وکړو او مونږ دې مسئلې او کار ته متعهد یو. 

د یادونې وړ ده، چې پدې نندارتون کې یو شمېر ترانې، د تیاتر ننداره، فیلم، تمثیلي پارچه او ګرافیکي هنرونه هم د محصلینو له لوري وړاندې، چې د میلمنو او ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو د پاملرنې او ستاینې وړ وګرځېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم