د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۳۰
ku

د روان ۱۳۹۹ د کب په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د کابل پوهنتون د رییس او مرستیالانو او د دې شورا د غړو په ګډون د پوهنتون د علمي شورا په تالار کې جوړه شوه.

پدې ناسته کې، چې د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري په ریاست جوړه شوې وه په اکاډمیکو موضوعاتو د هغې ډلې څخه: د کابل پوهنتون او د ولایتونو پوهنتونونو د استادانو د ګمارنې ۲۳ دوسیې، د استادانو د علمي ترفیعاتو ۱۶ دوسیې، د استادانو د منفکي ۵ دوسې، د علمي رتبو د تثبیت ۳ دوسیې او د کابل پوهنتون د محصلینو او اداري چارو ۷ متفرقه دوسیو باندې د دې شورا د غړو ترمنځ خبرې او نظرونه شریک شول، چې په پایله کې د علمي شورا د دې ناستې په اجنډا کې د شاملې هرې یوې موضوع اړوند د شته اصولو او مقرراتو مطابق لازم تصمیم ونیول شو او تر تصویب وروسته اړوندو برخو ته یې د پلي کېدو لارښوونه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۱:۱۲
Background image

د محصلینو له لوري څېړنیزې پروژې وړاندې شوې

 په کابل پوهنتون کې د فزیک پوهنځي محصلینو له لوري د عملي کارونو پر دوام څېړنیزې پروژې وړاندې شوې، چې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز، د بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د علمي څېړنې تګلارو درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د علمي څېړنو تګلارو درې ورځنی ورکشاپ(SPSS) ، چې د کابل پوهنتون د ظرفیت لوړونې امریت له لوري، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره په کابل پوهنتون کې په لار اچول شوی و؛ پای ته. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

د لسو پوهنتوني کتابونو مخکتنې غونډه ترسره شوه

دا کتابونه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د افغانستان پېژندنې د ماسترۍ او دکتورا محصلينو د ګډ کار او همدارنګه د پښتو ډيپارټمنټ استاد پوهاند اسماعيل يون په زیار چمتو شوي دي،. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم