د کابل پوهنتون د تجدید وړ انرژیو لابراتوار (KUREL)

KUREL په افغانستان کې د تجدید وړ انرژیو او د انرژۍ د مؤثریت لومړنی او تر ټولو مجهز لابراتوار دی چې د کابل پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځۍ، د انرژۍ انجنیرۍ په ډیپارټمنټ کې دی.

KUREL د څېړنې او د انجنیرۍ د مشارکت خدماتو ادارې (EPRSO) له خوا اداره کېږي چې دا یو غیر دولتي، خپلواک او غیر انتفاعي سازمان دی چې د افغانستان په اقتصاد وزارت کې ثبت دی.

لرلید

یو خپلواک افغانستان چې برق او ګرما ته د انرژۍ مډرنو خدماتو له لارې لاسرسی ولري.

دنده

  • د انرژۍ علومو په برخه کې د دولتي او خصوصي سکټورونو د ستونزو هوارول، د انرژۍ انجنیري، د انرژۍ تجارت او د انرژۍ سیاستونه.
  • د څېړنو او انتشاراتو له لارې د انرژۍ انجنیرۍ د اطلاعاتو خپرول.

زموږ خدمتونه

  • KUREL د انرژۍ انجنیرۍ ډیپارټمنټ اصلي لابراتوار دی، چېرې چې پکې د انرژۍ انجنیرۍ محصلین دا فرصت لري څو د انرژۍ تجهیزات او واقعي سیستمونه وویني او عملي تجربې ترسره کړي.
  • د سرټیفیکېټ صادرول، د کړنو درجه بندي او د تجدید وړ انرژیو د سیستمونو او د داخلي تولید شوې انرژۍ او یا هم وارد شوې انرژۍ موثرو سیستمونو ته په مارکېټ کې د سټنډرډونو جوړول.
  • دولتي ارګانونو ته د تخنیکي خدماتو وړاندې کول،
  • د تجدید وړ انرژیو انجنیرانو، ټېکنېشنانو، د تجدید وړ انرژۍ د پروژو عملي کوونکو، او د انرژۍ د موثریت متخصصانو د ظرفیت لوړونې په موخه هغوی ته د سرټیفیکېټونو ورکول،

بنسټ ایښېدونکی او همکاران

  • د KUREL د نړیوال پرمختګ لپاره د متحده ایالاتو ادارې (USAID) له خوا ایښودل شوی.
  • د افغانستان د کلیو د پراختیا لپاره د افغانستان د پایدارې انرژۍ برنامه (ASERD) د دې لابراتوار یو له همکارانو او ملاتړ کوونکو څخه د.
  • د چک جمهوریت هم په افغانستان کې د پایدارې انرژۍ د ملاتړ په موخه په خپل مالي ملاتړ د تجدید وړ انرژۍ وسایل او د چاپېریال ساتنې آزمایشي تجهیزات دې لابراتوار ته برابر کړل.
  • د سلواک جمهوریت د دې لپاره چې KUREL دې په افغانستان او سیمه کې د تجدید وړ انرژیو په برخه کې یو سټنډرډ لابراتوار ته واوړي لویه مرستې کړي. دا مرستې د سلواک د ودې د نړیوالې همکارۍ ادارې له خوا داره کېږي.
  • په کابل يوهنتون کې د سلواک د مرستې په لومړۍ پروژه کې، په KUREL کې د افغانستان د تجدید وړ انرژیو لپاره یو ښوونیز مرکز (TCRENAF) جوړ شو. دا مرکز د Solar Photovoltaic او Solar Thermal په ترټولو نویو ټکنالوژیو سمبال دی چې د ښوونې لپاره کارېږي.
  • په SAMRS / 2019 / AFG / 01/01 کې، د کابل پوهنتون دوه استادانو په سلواک کې د لمریزې انرژۍ د منابعو په هکله وروزل شول.

د شبیه جوړونې واحدونه

  1. د فوتوولتائیک د شبیه جوړونې واحد

د فتوولتائیک د شبیه جوړونې واحد، "EESFC"، هغو تجهیزاتو کې شاملېږي چې په مستقیمه توګه برېښنا ته د لمر د بدلېدلو شبیه جوړونه کړي. د شبیه جوړونې دا واحد د SCADA له سافټ ویر څخه کار اخلي.

 

 

  1. د فوتوترمل د شبیه جوړونې واحد

د فوتوترمل د شبیه جوړونې واحد ، "EESTC"، هغه تجهیزات پکې شاملېږي چې په مستقیمه توګه حرارت ته د لمر د بدلېلو شبیه جوړونه کوي. د شبیه جوړونې دا واحد د SCADA له سافټویر څخه کار اخلي.

 

  1. د اوبو لمریز پمپ د شبیه جوړونې واحد

د لمریز پمپ د شبیه جوړونې واحد، "SAPUC"، هغه تجهیزات پکې شاملېږي چې په مستقیمه توګه د لمر د وړانګو بدلول برق ته او بیا له څاه څخه د اوبو د پمپولو شبيه جوړونه کوي.

  1. د بادي انرژۍ د شبیه جوړونې واحد

د بادي انرژۍ د شبیه جوړونې واحد، "EEEC"، هغه تجهیزات پکې شاملېږي چې د بادانرژۍ ته د برق انرژۍ د اړولو شبیه جوړونه کوي. د شبیه جوړونې دا واحد د SCADA له سافټ ویر څخه کار اخلي.

 

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: