د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي له دوه متقاعدو استادانو له کارونو او خدمتونو څخه ستاینه وشوه
د روان ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۲۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په یوه یوه غونډه کې د دې پوهنځي دوه متقاعدو استادانو پوهندوی دکتور عبدالروف ګهري او پوهنیار فضل احمد جویا له ارزښتمندو کارونو او خدمتونو څخه ستاینه وکړه.
د اقتصاد پوهنځي استادانو پدې ستاینغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي نور احمد درویش، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند دکتور محمد عثمان بابري او د دې پوهنتون مرستیالانو هم شتون درلود. د کابل پوهنتون رییس پوهاند دکتور محمد عثمان بابري د اقتصاد پوهنځي ریاست څخه یې د دې غونډې د جوړېدو په هکله مننه وکړه او د اقتصاد پوهنځي د تقاعد شوو دوه استادانو اکاډمیک او علمي کارونه یې نه هېرېدونکي وبلل او ویې ویل، چې د دوی هڅې او زحمتونه د هیواد د بچیانو په ښوونه او روزنه کې ګټور، د دوی او د پوهنتون لپاره د ویاړ او سر لوړي سبب دی. پوهاند بابري تاکید وکړ، چې تقاعد له پوهنتون سره د استادانو د همکاري پرېکېدل ندي او هیله مند یو، چې د استادانو په ځانګړې توګه د دوی علمي او اکاډمیکه همکاري به له پوهنتون سره تل دوام ولري.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال هم پدې غونډه کې خبرې وکړې او د دې استادانو کارونه او خدمتونه یې د لوړو زده کړو نظام په ځانګړې توګه د کابل پوهنتون لپاره ارزښتمند وبلل او ویې ویل، چې دا استادان له هیواد سره د عشق او محبت سمبول او د علمي او معنوي ارزښتونو سمبول دي او د هیواد د لوړو زده کړو رهبري په نزد به یې ځای تل خوندي وي.
پدې غونډه کې د اقتصاد پوهنځي متقاعدو استادانو پوهندوی دکتور عبدالروف ګهري او پوهنیار فضل احمد جویا د دې غونډې د جوړېدو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې دوی په کلک عظم له کابل پوهنتون سره همکاري ته چمتو دي او پدې برخه کې، چې هر څه لري له کابل پوهنتون او د دې پوهنتون له محصلینو څخه به یې ونسپموي.
دا غونډه یادو متقاعدو استادانو ته د ستاینلیک او ډالۍ په ورکړې سره پایته ورسېده.