د پوهنځي په اړه
د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي پېژندنه
د هېواد د نننیو او که ووایو د پېړیو مخکې کلتوري او ادبي ارزښتونو درک او د هغه پېژندلو او راتلونکو پېړیو ته د هغه لېږد، په (۱۳۲۰) مه لسیزه کې د یو پوهنځي د جوړولو مفکوره رامنځ ته کړه. بالاخره (۱۳۲۳) لمریز کال د تلې په میاشت کې د ټولنیزو علومو او ادبیاتو په نوم پوهنځی جوړ شو، چې د هېواد د ادبیاتو د تاریخ او کلتور په برخه کې یې ټینګ قدمونه اوچت کړل. له طب، حقوقو او ساینس پوهنځیو وروسته په کابل پوهنتون کې څلورم پوهنځی د ټولنیزو علومو او ادبیاتو و، چې جوړ شو. له دې پوهنځي څخه موخه د هېواد د پېړیو پېړیو مخکې او نننیو ادبي او کلتوري ارزښتونو درک، د هغه پېژندنه او د نوي نسل روزلو له لارې راتلونکو پېړیو ته د هغه لېږد وه. له هغه مخکې ځوانانو ته په دې خاطر زده کړې ورکول کېدې، څو نړیوالو ته د تعلیم او زده کړې له لارې د دغه هېواد ثقافت او تاریخ وښيي.
له (۱۳۴۰) لمریز کال وروسته په دغه پوهنځي کې د څو نورو بهرنیو ژبو (الماني، فرانسوي، انګلیسي، هسپانوي، جاپاني او روسي) ډېپارټمنټونه هم جوړ شول. خو له هغه وروسته په ترتیب سره ژورنالېزم، ټولنیز علوم، ارواپوهنه او د ښکلو هنرونو څانګې په څو کلونو کې له یاد پوهنځي بېل او هرې یوې د یو مستقل پوهنځي په حیث په فعالیت پيل وکړ. په همدې خاطر د ټولنیزو علومو او ادبیاتو پوهنځي نوم، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بدل شو.
د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په (۱۳۹۹) لمریز کال کې پر دوو پوهنځیو (د داخلي ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځي) باندې ووېشل شو. اوسمهال د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی اته څانګې (د انګلیسي ژبې او ادبیاتو څانګه، د فرانسوي ژبې، د روسي ژبې او ادبیاتو څانګه، د آلماني ژبې او ادبیاتو څانګه، د عربي ژبې او ادبیاتو څانګه، د اسپانوي ژبې او ادبیاتو څانګه، د ترکي ژبې او ادبیاتو څانګه او د چینایي ژبې او ادبیاتو څانګه) لري.
د بهرنیو ژبو او ادبیاتو پوهنځی د عربي ژبې او ادبیاتو په څانګه کې اوسمهال د ماسټرۍ برنامه هم لري.