د پوهنځي په اړه
د وترنري علومو پوهنځی (Faculty of Veterinary Science) په افغانستان کې د وترنري لومړنی پوهنځی دی چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۰ هـ ش کال (۱۹۶۱ میلادي) کې د کابل پوهنتون په چوکاټ کې تأسیس شو. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د سازمان (FAO) د سپارښتنې پر بنسټ، د افغانستان د هغه وخت دولت د وترنري طب پنځه کلن تحصیلي پروګرام (Doctor of Veterinary Medicine – DVM) بنسټ کېښود. په هغه وخت کې پوهنځي خپلواکه فزیکي منابع او د لابراتوار اړین وسایل نه درلودل او د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي په ودانۍ کې یې له دوو دایمي استادانو، ۹ قراردادي استادانو او ۶۰ محصلینو سره فعالیت کاوه. د بشري او فزیکي امکاناتو د کمښت له امله، د پوهنځي فعالیتونه په ۱۳۴۲ هـ ش کال (۱۹۶۳ میلادي) کې ودرېدل او پوهنځی وتړل شو. له یادو ۶۰ محصلینو څخه، ۲۴ تنه د وترنري په څانګه کې د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شول او د زده کړو تر بشپړولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شول. د دغو محصلینو له راستنېدو سره، د وترنري پوهنځي لومړني فعالیتونه یو ځل بیا د ۱۹۷۳ میلادي کال د جنوري په میاشت کې پیل شول او بالاخره د ۱۳۵۲ هـ ش کال د حوت په میاشت (فبروري ۱۹۷۴ میلادي) کې، د ۱۲/۱۲/۱۳۵۲ نېټې د ۸۴۶ ګڼې فرمان له مخې، چې د افغانستان د هغه وخت جمهور رئیس سردار محمد داود خان له لوري صادر شوی و، پوهنځی په رسمي ډول یو ځل بیا د کابل پوهنتون په چوکاټ کې فعال شو.
د بیا فعالېدو وروسته، د وترنري علومو پوهنځي لومړی ټولګی د ۱۳۵۳ هـ ش کال د ثور په میاشت کې پرانیستل شو چې شاوخوا ۱۰۰ محصلین یې درلودل او د هغوی درسونه د کابل پوهنتون د طب پوهنځي له محصلینو سره په ګډه پر مخ وړل کېدل. دا ځل د افغانستان دولت د کابل پوهنتون په انګړ کې د وترنري علومو پوهنځي لپاره درې پوړیزه مستقله ودانۍ، له کافي لابراتوارونو، درسي ټولګیو، کتابتون، اداري دفترونو او نورو اسانتیاوو سره جوړه کړه چې پوهنځی تر اوسه په همدې ودانۍ کې فعالیت کوي. په هغه وخت کې د UNDP/FAO پروژې، د لابراتواري، اداري تجهیزاتو او همدارنګه د پوهنځي د کتابتون لپاره د علمي کتابونو او معتبرو مجلو د برابرولو تر څنګ، د وترنري څانګې کافي بهرني استادان او متخصصین د DVM پروګرام د نظري او عملي نصاب د تطبیق لپاره وګمارل. همدارنګه، د کابل پوهنتون څخه بهر د علمي چارو د ترسره کولو لپاره یو ګرځنده کلینیک هم سمبال او فعال کړای شو.