د پوهنځي په اړه

د ریاضیاتو پوهنځي د رامنځته کېدو مخینه ۱۳۲۱ هـ ش (۱۳۶۱ هـ ق) کال ته رسېږي؛ هغه مهال چې د ساینس پوهنځي په چوکاټ کې د فزیک، کیمیا او بیولوژۍ ترڅنګ د ریاضیاتو تدریس هم پیل شو. په ۱۳۴۸ هـ ش  (۱۳۸۹ هـ ق) کال کې د ریاضیاتو څانګه د ریاضیاتو او فزیک له ګډې څانګې څخه جلا شو او په خپلواکه توګه یې خپلو علمي او تدریسي فعالیتونو ته دوام ورکړ. وروسته، د ۱۳۹۳ هـ ش (۱۴۳۵–۱۴۳۶ هـ ق ) کال د طرحې پر بنسټ، چې د ساینس پوهنځي د تفکیک په موخه ترتیب شوې وه، د ریاضیاتو څانګه په ۱۳۹۵ هـ ش (۱۴۳۷–۱۴۳۸ هـ ق) کال کې د ریاضیاتو خپلواک پوهنځي ته ارتقا وکړه. د ریاضي علومو پوهنځی، د ریاضیاتو په برخه کې د تحصیلي پروګرامونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د کابل پوهنتون د نورو پوهنځیو لپاره د اړتیا وړ ریاضي مضامینو د تدریس مسؤولیت هم لري. په معاصرو علومو، ټکنالوژۍ، د معلوماتو په تحلیل، موډل‌جوړونه او د پېچلو علمي او تطبیقي مسایلو په حل کې د ریاضیاتو بنسټیز او مخ پرزیاتېدونکی رول د دې لامل شوی چې د ریاضیاتو اهمیت لا زیات شي او د پوهنځي د علمي، تدریسي او څېړنیزو ظرفیتونو د لا پراختیا اړتیا نوره هم محسوسه شي.

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: