د پوهنځي علمي شورا
د پوهنځي علمي شورا او د څانګې علمي شورا: د پوهنځي رئیس او د څانګې آمر د پوهنځي او څانګې د علمي شورا له لارې بیلا بیلې چارې تنظیموي. دوی د لوړو زده کړو وزارت د قانون او لایحو پر بنسټ د پوهنځي او څانګو د چارو د په تنظیم مسئول دي. د پوهنځي رئیس دوکتورا لري او ځیني تخصصی مضامین هم تدریسوي.
د پوهنځي رئیس: د پوهنځي رئیس د پوهنځي اړوندو ټولو علمي او اداري چارو مسئولیت پر غاړه لري او په مناسب وخت کې د فیصله کولو صلاحیت هم لري. د پوهنځي رئیس له خپلو چارو څخه د پوهنتون ریاست ته راپور ورکوي.
د څانګې آمر: د څانګې آمر د څانګې اړوندو ټولو علمي او اداري چارو مسئولیت په غاړه لري. د څانګې آمر د پوهنځي ریاست ته له خپلو چارو څخه راپور ورکوي.
تدریسی مدیر او اجرائیه مدیر: تدریسی مدیر د پوهنځي د اداري چارو مسئولیت پر غاړه لري.
د چاپېریال ساتنې پوهنځی اداري جوړښت: د پوهنځي رئیس، د څانګو آمرینو، اداري کارمندانو، تکنیشنانو، او خدماتي کارمندانو څخه تشکیل شوی دی. د چاپېریال ساتنې پوهنځی په دری واړو څانګو کې د ۱۵ استادانو لرونکی دی، چې د مضمونونو د تدریس مسئولیت پر غاړه لري.