د پوهنځي تدریسي پروګرامونه

د ټولنیزو علومو پوهنځی لاندې درې څانګې د لسانس او یوه څانګه د ماسټرۍ زده کړو په برخه کې لري:

  • بشر پوهنه او لرغونپوهنه
  • فلسفه او ټولنپوهنه
  • عمومي تاریخ
  • د جندر او د ښځو مطالعاتو ماسټري

د لسانس دورې پروګرام په څلورو کلونو (اته سمسترنو) کې بشپړیږي. په لومړي کال (لومړنیو دوه سمسترونو) کې بنسټیز او عمومي درسونه او په اخیرو درې کلونو (شپږ سمسترونو) کې ځانګړي او مسلکي درسونه په درې بېلا بېلو څانګو کې ورکول کیږي، چې بشرپوهنه او لرغونپوهنه (Anthropology and Archeology)، فلسفه او ټولنپوهنه (Philosophy and Sociology)    او عمومي تاریخ (General History) پکې شامل دي. همدارنګه د ټولنیزو علومو پوهنځي په چوکاټ کې څلورم دیپارمنت د افغانستان معاصر تاریخ (Contemporary History of Afghanistan) په نوم شتون لري، چې فارغ زده کړیالان نه لري، بلکې د افغانستان معاصر تاریخ په ټولنیزو علومو پوهنځي کې او د کابل پوهنتون په نورو پوهنځیو کې تدریس کوي.

د پوهنځي لیدلوری

د ټولنیزو علومو پوهنځي ځای ټاکل د کابل پوهنتون له معتبرو بنسټونو څخه د معتبر بنسټ په توګه په ځانګړې توګه د ټولنیزې پوهې په پیدا کېدلو او تولید کې او د افغانستان ټولنیز فرهنګ په لوړولو کې د اکاډمیک بحث له اړخ څخه؛ د باتجربه کادرونو روزنه او د افغانستان ټولنې ته د هغوی وړاندې کول او د هېواد په ټولنیز پرمختګ او پراختیا پروسه کې د ونډې اخیستلو په موخه د دې پوهنځي اصلي لیدلوری دی.

د پوهنځي ماموریت

د ټولنیزو علومو پوهنځی د استادانو او زده کړیالانو او د دې پوهنځي د کارکوونکو د تخنیکي، مسلکي او فني ظرفیت لوړول او د دې پوهنځي په ټوله کې د کابل پوهنتون د سپېڅلو موخو او ارمانونو پوره کولو په موخه تعقیب کړي او هغوی ته د رسېدلو زمینه برابروي.

له دې سربېره د دې پوهنځي ټولیز ماموریت؛ د زده کړیزې دورې په اوږدو کې ټولنیزو مسلکي درسونو له وړاندې کولو څخه عبارت دی، چې د هغو په پایله کې فارغ زده کړیالان کولای شي، د افغانستان کلیوالي او ښاري ټولنو لپاره په اړتیا وړ ټولنیزو برخو کې مرسته وکړي او د هغوی د سوکالۍ لپاره اغیزناک ثابت شي.

 

گالری رسانه

د پسرلي په موسم کې د کابل پوهنتون انګړ

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

د کابل پوهنتون د لوړو زده کړو د پیاوړتیا ملي کنفرانس انځوریز البوم

د کابل پوهنتون استادانو ته د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ ندا محمد ندیم صاحب د وینا یوه برخه:

د ټولنیزو علومو پوهنځي کې د ماسټري د نویې برنامې رامنځ ته کېدو د نصاب په اړه د نظر شریکولو غونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي د څېړنیز پوسترونو نندارتون پرانستل شو

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فارغ التحصیل محصلینو د فراغت غونډې مراسم تر سره شول

د کابل پوهنتون د ۱۴۰۱ هـ ل کال د فراغت غونډې د عکسونو البوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم

دکابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځۍ د پسرلنی سمسټر د نندارتون په مراسمو کې دلوړو زده کړو وزارت دعلمي معین ښاغلی لطف الله خیرخواه صاحب وینا