د پوهنځي تدریسي پروګرامونه

د اقتصاد پوهنځي په پنځولاندېنیو څانګو کې د لیسانس په کچه لوړي زده کړې لري:

  • منجمنټ او تشبثاتو اداری څانګه
  • ملي اقتصاد څانګه
  • احصایې او اکونومټري څانګه
  • بانکی او مالي چارو څانګه
  • محاسبي څانګه

د پوهنځي لیدلوری

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي تعهد لري تر څو د معیاري تحصیلي خدمتونه او علمي څېړنو په وړاندې کولو سره نه یوازی د افغانستان، بلکه د سیمې په کچه د رهبرۍ موقف ولري او د معیاری تحصیلی خدمتونو، د اقتصاد او مدیریت په برخه کې له معتبرو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکاريو پراختیا او توآمیتونو له لارې خپل موقف حفظ او لا یې پیاوړي کړي.

ماموریت

د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي په هیواد کې د یو لوی علمي کانون په توګه د اقتصاد او مدیریت د لیسانس ( ورځنې او شپې) او فوق لیسانس برنامونو په برخه کې متعهد ده چې:

  • په لوړ کیفیت سره تحصیلی او څېړنېز خدمتونه واړندې کړي.
  • د اقتصادی معاصری پوهې او مهارتونو لېږد لپاره د زمینې برابرول، تر څو زده کړیالان پدغه برخه کې مسلکي او بریالي وروزل شي.
  • د مطالعې او کار لپاره د سالم، مصؤن او ملاتړېز چاپیریال برابرول.
  • د پوهنځی د استادانو، کارکوونکو او محصیلینو پر رهبرۍ سره د څیړنیزو خدمتونو، مشورو، علمي برنامو او نورو داوطلبانه فعالیتونو له لارې د ټولنې په ټول ګټو (عامه المنفعه) کارونو کې فعاله ونډه اخستل.
  • د داسې اقتصادی پوهې، مهارتونو او ارزښتونو برابرول او لېږد چې زده کړیالان وتوانیږي تر څو دغه ځانګړنې  پخپلو مسلکې څانګو کې په بریالي توګه سره پلې کړي.
  • د اقتصاد په برخه کې د معیاري تحصیلي خدمتونو واړندې کول، ترڅو دکار بازار او د ټولنې اقتصادي اړتیاوې په ملي او نړیواله کجه مرفوع شي.
  • د ابتدایی او پرمختللی علمې څېړنو د ترسره کولو په موخه د پوهنځي د علمې غړیو د پوهې د کچې ښوالي او پیاوړی کول تر څو وتوانیږي چې د هیواد او دولتي ادارو د شته ستونزو لپاره د حل مفیدې لارې برابري کړي.
  • د ټولنېزو مدنې کارونو، سوداګړېزو تصدیګانو او په سمیه اېزه او ملي کچه د دولتې بنسټونو د بډایني لپاره د استادانو، کارکوونکو او زده کړیالانو ونډې زیاتوالې. چې دا کار د منظمو څېړنېزو خدمتونو، مشورو او ښونېزو برنامو له لارې د پوهنځی د استادانو او زده کریالانو په رهبرۍ سره تر سره کیږي.

 

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: