د پلان او پالیسۍ ډيپارټمنټ

الف. پېژندنه:

د پالیسۍ او روزنیزو برنامو د جوړولو ډیپارټمنټ موخه دا ده چې د روزنیز نظام په بېلابېلو ډګرونو کې لکه د پوهنې وزارت، د لوړو زده کړو وزارت او نورو روزنیزو دولتي او غیردولتي مؤسسو په چوکاټ کې او د پالیسۍ او روزنیزو برنامو جوړولو په برخه کې ژمن، کارپوه، اغېزناک او ګټور انساني ځواک وروزي؛ ځکه داسې مدیرانو ته چې لازمه پوهه، وړتیا او لوړ فکرونه ولري ډېره اړتیا ده، نو له همدې امله یاد ډیپارټمنټ د ۲۸/۱۲/۱۳۸۳ نېټې د یو وړاندیز او د لوړو زده کړو وزارت د مقام د منظورۍ پر بنسټ په ۱۳۹۴ کال کې د اروا پوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې رامنځ ته شو.

ب.موخې:

۱. لیدلوری:

ژمن یو چې د هېواد او سیمې په کچه روزنیز پلان جوړونکي او پالیسي جوړونکي ټولنې ته وړاندې کړو.

۲- ماموریت:

د ارواپوهنې او روزنیزو علومو د پوهنځي اړوند د روزنیزو پلانونو او پالیسو ډیپارټمنټ دنده لري چې معیاري خدمتونه او مناسب ښوونیز فرصتونه چمتو کړي او همدارنګه معتبرې څېړنې ترسره او په ټولنه کې د ښوونیزو ستراتیژیکو پروګرامونو د تدوین په برخه کې تحصیل کړي او مسلکي کادرونه وروزي.

۳. ښوونیزې موخې:

د ښوونیزو پلانونو او پالیسیو ډيپارټمنټ د لیسانس دوره د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ګډ ډیپارټمنټ دی چې له رامنځ ته کولو څخه یې موخه د سازمانونو په ځانګړې توګه د ښوونیزو سازمانونو د اړتیا وړ متخصصو سیاست جوړونکو او پالیسـي جوړونکو روزنه ده. سربېره پر دې، دوی باید د امکان تر بریده په ښوونیزو مؤسسو کې د ښوونیزو پلانونو او پالیسیو د ساینسـي میتودونو له کارولو سره اشنا کړي، ترڅو وکولی شي په تعلیمي ادارو کې د زده کړې په بېلابېلو کچو کې د تعلیمي پلان جوړولو مسؤولیت پر غاړه واخلي. د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو، د ستراتیژیو او پالیسیو په جوړولو او پلي کولو سره د مالي، مادي، بشـري او معلوماتي سرچینو په ښه کارونه، د مخکېنیو ټاکل شویو رسمي ښوونیزو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د مناسبې فضا په رامنځته کولو اغیزمن او د امکان تر بریده، غوره ښوونیز خدمتونه وړاندې کړي.

په دې روزنیز دوره کې به زده کوونکي د ښوونیزو پلانونو او پالیسیو له نظري مسایلو سره د اشنا کېدو تر څنګ د دې ساحې له عملي اړخونو هم خبر شي.

ج. د ډيپارټمنټ نصاب (تخصصي مضمونونه)

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

ګڼه

د مضمون نوم

کودنمبر

کرېدېت

1

د ښوونیز مدیریت اصول او اساسات

EPP201

4

۱۴

د سازماني چلن مدیریت

EPP227

4

2

د ښوونیز پلان جوړونې اصول او اساسات

EPP202

۴

15

په تعلیمي واحد کې ښوونیزه پلان جوړونه

EPP230

4

3

په مدیریت کې د کمپیوټر کارول

EPP207

۲

16

ملي ښوونیزه پالیسي

EPP238

4

4

ښوونیز مدیریت

EPP211

۴

17

ستراتيژیک مدیریت

EPP239

4

5

د اقتصاد د علم بنسټونه

EPP213

۲

18

په ښوونځیو کې عملي کار او ښوونیز واحدونه

EPP236

2

6

تخصصي انګلیسي ژبه I

EPP216

2

19

د پروژې مدیریت او تدارکات

EPP240

2

7

ښوونیزه رهبري

EPP211

2

20

د خدمت پر مهال د ښوونیزو برنامو جوړول

EPP241

2

8

د مالي چارو او بودجې اساسات

EPP217

4

21

په سازمانونو کې ښوونه (زده کوونکي، سازمان او سازماني زده کړې)

EPP242

2

9

تخصصي انګلیسي ژبه II

EPP216

2

22

مونوگراف

 

4

10

اساسي حقوق

EPP225

2

23

په ښوونیزو او تحصیلي سازمانونو کې د بشري سرچینو پلان جوړونه

EPP235

3

11

د بشري سرچینو مدیریت

EPP226

4

24

دولتي مدیریت

EPP236

4

12

د سیسټمونو شننه او تحلیل او په ښوونیزو سازمانونو کې د هغو کارونه

Epp234

4

25

ښوونیز نصاب II

Epp237

2

۱۳

ښوونیز نصاب I

Epp235

2

 

 

 

 

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د نزول القرآن تر عنوان لاندي کنفرانس چي د شرعیاتو پوهنځي محترمو استادانو لخوا جوړ شوی وو، دائر شوو. نور جزئیات په لاندي ويډيويي راپور کې!

په باراني موسم کې د کابل پوهنتون څو ښکلي انځورونه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم