د هايدروميترولوژي څانګې لپاره د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو
د کابل پوهنتون د ځمکپوهنې پوهنځي د هایدرومیترولوژي څانګې د استادانو په هڅو په دې پوهنځي کې د هوا پېژندنې سټیشن بیا فعال شو او د يوې غونډې په ترڅ کې يې پرانیستنه وشوه.
د محصلینو د عملي زده کړو پياوړتيا د یاد سټیشن د بيا فعاليدو له اساسي موخو څخه ده.
همدارنګه به له یاد سټیشن څخه د هوا پېژندنې ترڅنګ د باد د سرعت او د واورې او باران د ورښت د کچې په معلومولو کې هم ګټه اخیستل کېږي.
