د ماسترۍ برنامو د شموليت لپاره د ژبې متفرقه ازموينه
د کابل پوهنتون د ماسټرۍ برنامو هغه نوماندان چې د ژبې (انګلسي/عربي) په تېره ازموینه کې غیر حاضر شوي او غواړي د ژبې په متفرقه ازموینه کې ګډون وکړي، کولی شي د نوملیکنې لپاره د ازموینې ملي اداري مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي او د ژبې د متقرقه ازموينې لپاره نومليکنه وکړي.
د نوملیکني وروستۍ نیټه: دوشنبه د اسد ۸مه.
د نوملیکني ځای: کابل، شهرنو، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته څېرمه، د یفتلیانو کوڅه.