د لوړو زده کړو وزیر سره د کابل پوهنتون د رهبري شورا او علمي کادر غړو ناسته

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۴:۳۰
ku

د روان کال د تلې په ۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل پوهنتون د رهبري هئیت ناسه د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښاغلي روح الله روحاني، د لوړو زده کړو وزارت د خپرونو، اطلاعاتو او اړیکو رییس ښاغلي دکتور دلاور سیلاب، د هیواد وتلي عالم ښاغلي شیخ الحدیث مولوي شاه محمد او د کابل پوهنتون د علمي شورا د غړو په ګډون جوړه شوه.

دا ناسته د کابل پوهنتون د ارواپوهنې او روزنیزو علومو رييس ښاغلي پوهنوال ستارالدین صدیقي له لوري د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال ښآغلي روح الله روحاني د کابل پوهنتون استادانو او رهبري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ یې د ناستې په بنسټیزو محورونو خبرې وکړې او د ناستې له غړو سره یې خپل نظریات شریک کړل.

د ناستې په دوام د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني د کابل پوهنتون د مقام او همدارنګه یې د هیواد په کچه د دې پوهنتون د رول او اغېزمنتیا په هکله خبرې وکړې او د کابل پوهنتون له استادانو او علمي کادر له غړو څخه یې هیله وکړه تر څو په مختلفو برخو کې خپلې علمي، عملي طرحې او نورې برنامې شریکې کړي.

همدارنګه د کابل پوهنتون ریاست سرپرست ښاغلي محمد اشرف غیرت هم د کابل پوهنتون له لوري د لوړو زده کړو وزارت رهبري هئیت ته ډاډ ورکړ، چې د دې پوهنتون رهبري هئیت او د علمي کادر غړي په یادو برخو کې د لوړو زده کړو وزارت سره همکاري کوي.

په پای کې د کابل پوهنتون دوه تنو استادانو هم پدې ناسته کې خبرې وکړې او د طرحو او برنامو د جوړېډو په برخه کې یې د لوړو زده کړو وزارت سره د هر ډول همکاریو وعده وکړه.

غونډه هیواد ته د خیر او ښېګڼې د دعا په کولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۱ - ۱۳:۳۶
Background image

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو

د روان کال کب میاشتې په ۲۰ نېټه په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کیېنولو کمپاین د دې علمي بنسټ په چاپېریال کې د ۲۰۰ اصلي زینتي نیالګیو په کېنولو پیل شو.

په کابل پوهنتون کې د نیالګیو کېنولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۶
Background image

د پایلو پر بنسټ زده کړو ورکشاپ پیل شو

د کابل پوهنتون ۲۲تنه نویو ګمارل شویو استادانو لپاره د پایلو پر بنسټ(OBE) زده کړو ۶ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي پراختیا آمریت لخوا پیل شو، په دې ورکشاپ کې د تدریس اصول، د ټولګي کنترول،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د بې سرحده ډاکټرانو دفتر یا (MSF) د ۱۰۰۰ په شاوخوا کې د فارمسي پوهنځۍ د زده کړیالانو لپاره د سپینو چپنو مرسته وکړه

 په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهنوال آقا محمد ژکفر په خپلو خبرو کې د بې سرحده ډاکټرانو له مرسته مننه وکړه او دغه راز یې له دوی څخه وغوښتل چې د. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

په کابل پوهنتون کې د اوبو نړیواله ورځ د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

د کابل پوهنتون غوره محصلین په کابل کې د ګاونډي هيواد چين سفارت لخوا د يوې غونډې په ترڅ کې په ستاینلیکونو او نغدي ډالۍ وستايل شول. نور حال په چمتو شوي ویډیویي راپور کې:

کابل پوهنتون په ۱۴۰۲هـ.ل کال کې د شاوخوا ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت لسګونه رغنیزې پروژې تطبیق کړي دي. ویډیويي راپور:

په کابل پوهنتون کي پر نویو سرکونو د قير اچونې چاري پیل شوې

د کابل پوهنتون په انګړ کې په ۱۲ جریبه ځمکه کې د محصلینو پارک د جوړیدو کار پیل شو

د کابل پوهنتون د ښایسته انګړ د ۱۴۰۲هـ ل کال پسرلنی انځوریز آلبوم

له نرم او ښایسته باران وروسته د کابل پوهنتون دښایسته انګړ د عکسونو البوم