د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون رهبري شورا فوق العاده غونډه کې ګډون او وینا وکړه

tariq_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۹:۳۷
31542

د غونډې په پيل کې د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د کابل پوهنتون د ورستیو پرمختګونو او لاسته راوړونو په اړه معلومات شریک کړل.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپله وينا کې خوښي څرګنده کړه چې کابل پوهنتون خپل هدف ته د رسیدو لپاره چټک ګامونه اخلي، په دې برخه کې یې د دې پوهنتون د رهبرۍ او استادانو کړنې وستایلي او د محصلينو د مسلکي او فکري روزنې په برخه کې یې  لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي. نوموړي د ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو اهمیت ته په پام سره وويل، د لوړو زده کړو وزارت له پلان سره سم به د کابل پوهنتون د فوق لسانس پروګرامونه لا پراخه او پياوړي شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۳۹
Background image

د متقاعد استادانو ستاینغونډه ترسره شوه

د کابل پوهنتون زراعت پوهنځي د خپلو متقاعدو استادانو د ارزښتناکو خدمتونو او کړنو په پار ستاینغونډه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د متقاعدو استادانو پر علمي فعالیتونو او لاسته راوړنو رڼا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۹:۱۰
Background image

د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعالیت ترسره شو

د چاپيريال ساتنې په برخه کې د ديني او اخلاقي مسؤولیتونو د لا ښه ترسراوي په موخه، د کابل پوهنتون محصلینو په رضاکارانه ډول د پوهنتون دننه د چاپېریال ساتنې هڅوونکی فعاليت ترسره کړ او د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۲:۴۳
Background image

الدعوة لتقديم الأبحاث والمقالات العلمية للنشر في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل

تقبل رئاسة المجلات في وكالة البحث والتحقيق لجامعة كابل الأبحاث والمقالات العلمية في مجلة الدراسات الإسلامية – جامعة كابل (JIS) ، وتدعو الباحثين والعلماء الكرام إلى تقديم الأبحاث. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: