د لسو پوهنتوني کتابونو مخکتنې غونډه ترسره شوه

tariq_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۰:۳۱
56556

دا کتابونه د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي او د افغانستان پېژندنې د ماسترۍ او دکتورا محصلينو د ګډ کار او همدارنګه د پښتو ډيپارټمنټ استاد پوهاند اسماعيل يون په زیار چمتو شوي دي، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په کوربتوب يې د مخکتنې غونډه ترسره شوه. په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل پوهنتون رهبري، د لوړو زده کړو وزارت او علومو اکاډمۍ استازو، استادانو، محصلینو او فرهنګپالو برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د خپلې وینا پر مهال د پښتو ژبې او ادبیاتو ډيپارټمنټ د محصلينو او همدارنګه د پوهاند یون دا نوښت ګټور یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د ماسترۍ او دکتورا مرحله د څېړنې او تحقیق مرحله ده، په کار دي چې د هيواد پوهنتونونو کې دغې اړخ ته لا زيات پام وشي او د وخت اړتيا ته په پام سره د څېړنې موضوعات انتخاب شي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخوا په خپلو خبرو کې د دې ابتکار ستاينه وکړه او ويې ويل، په کار دي د محصلينو ظرفیتونو څخه سمه ګټه واخیستل شي او د دوی استعدادونه په علمي لحاظ ښه مديريت شي.

د هيواد نوموتي ليکوال استاد محمد آصف صمیم د خپلې وینا په ترڅ کې د پښتو ادب پر اوسني وضعیت د خبرو ترڅنګ له ځوان نسل څخه وغوښتل چې خپل اساسي مسوولیتونه وپېژني همدارنګه يې اړينه يې وګڼله چې د کتابونو د ليکلو ترڅنګ دې د کتاب د کره کتنې برخه کې هم د محصلينو روزنې ته ځانګړی پام وشي.

په پای کې د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهاند محمداسمعیل یون له ټولو ویناوالو څخه د مننې ترڅنګ د خپلو لیکل شویو کتابونو د محتویاتو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل، او ويې ویل، چې استاد او محصل باید په درسي بهیر کې ګډ کار وکړي ترڅو د څېړنې او لیکوالۍ برخه پیاوړې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د څار او استناد موسسې لخوا انډېکس شول

د کابل پوهنتون درې نړيوال علمي ژورنالونه (د طبیعي علومو نړیوال ژورنال، د ټولنیزو او بشري علومو نړیوال ژورنال او د اسلامي مطالعاتو نړیوال ژورنال) رسما د اسلامي نړۍ د علم او ټکنالوژۍ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه ورکشاپ ترسره شو

د کابل پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري "په علمي څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا د سهولتونو او په اخلاقي چوکاټ کې ستونزو“ تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مسلکي ترینر پوهنیار سید. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۹:۱۶
Background image

د کابل پوهنتون د خواخوږۍ او ډاډګېرنې پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

《كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ۗ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۖ فَمَن زُحْزِحَ عَنِ النَّارِ وَأُدْخِلَ الْجَنَّةَ فَقَدْ فَازَ ۗ. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: