د فوق لېسانس برنامو د ارزونې غونډه ترسره شوه

tariq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۶
957

ددې غونډې موخه د فوق لېسانس برنامو د معیاري کېدو او د یادو برنامو د ظرفیت او کیفیت لوړول یاد شوي دي. په دې غونډه کې د کابل پوهنتون رهبري، د ماسټري بورد غړو، د پوهنځیو رئیسانو، د پوهنځیو ماسترۍ کمېټو غړو او تدریسي مدیرانو پکې برخه اخیستې وه.

د کابل پوهنتون فوق لېسانس برنامو آمر ښاغلي دکتور محمدعلي رضایي د راتلونکي کال لپاره دمحصلانو جذبولو نېټه او همدارنګه په دې غونډه کې د پرزنتیشن په وړاندې کولو سره د فوق لېسانس برنامو د ارزونې چک لېست توضح او تشریح کړ چې د ګډونوالو د پام وړ و ګرځېد.

د کابل پوهنتون رئیس دکتور اسامه عزیز د علمي معاوینت او فوق لېسانس برنامو آمریت له هڅو د مننې ترڅنګ د کیفیت او ظرفیت په برخه کې د برنامو په غوره والي ټینګار وکړ، چې نوموړې برنامه باید په نړیوالو معیارونو برابرې شي.

د پوهنتون علمي چارو مرستیال محمد اشرف غیرت په دې غونډه کې د فوق لېسانس ټیم د همغږۍ او راتونکو موخو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۸:۲۳
Background image

«د خپلواکۍ په ساتلو کې د ځوانانو مسؤولیت» تر سرلیک لاندې سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي له لوري «د شل کلن اشغال پای او د خپلواکۍ په ساتلو کې د ځوانانو مسؤولیت» تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو، چې د یاد پوهنځي استادانو او محصلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۳:۳۹
Background image

د کتابتون مدیریت اړوند سمینار ترسره شو

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امریت له لوري د پوهنتون د ټولو پوهنځيو د کتابتونونو مسؤولينو ته د «کتابتون مدیریت او  LCC سیسټم سرلیک لیکنه» تر عنوان لاندې دوه ورځنی سمینار دایر شو.

په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴
Background image

د ناسمو راپورنو په اړه دکابل پوهنتون اعلامیه

په دې وروستیو کې د ځینو مغرضو رسنیو لخوا د کابل پوهنتون د یو شمېر استادانو د منفکۍ په اړه ناسم او بې اساسه خبرونه خپريږي، کابل پوهنتون دا افواهات په کلکه ردوي او د دا ډول مغرضو خبرونو. . .

BACK TO NEWS

گالری رسانه

د کابل پوهنتون ۲۰۹۶ محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول

له فتحې وروسته د کابل پوهنتون پرمختګونه!

په کابل پوهنتون کې د افغانستان معلوماتو مرکز ویډیويي راپور:

د کابل پوهنتون انجنیري پوهنځی

د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي صاحب وینا:

د کابل پوهنتون محصلینو په فراغتغونډه کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر صاحب:

د کابل پوهنتون له ۲۲ ویشت پوهنځیو څخه ۲۳۰۸ تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغ شول نور حال په راپور کې

د کابل پوهنتون کیمیا پوهنځی د فعالیتونو او لاسته راوړنو چمتو شوی ویډیویي راپور دلته کتلی شئ.

د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ: د زیاتو معلوماتو لپاره لاندې ویډیويي راپور وګورئ.

د کابل پوهنتون د فزیک پوهنځي په تاریخچې، لاسته راوړونو او راتلوونکو پلانونو په اړه ځانګړی راپور:

په کابل پوهنتون کې د تېرې اسد میاشتې په لړ کې د ترسره شویو فعالیتونو اړوند لنډ راپور. 

د فارمسي پوهنځي له رئیس دوکتور آقا محمد ژکفر سره د یاد پوهنځي په لاسته راوړنو او عمومي وضعیت ځانګړې مرکه: